د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملک نصیر او ملک سید اغا جان په جوډیشل ریمانډ زندان ته استول شوي


ملک نصیر کوکيخېل (په مينځ کې) له منظورپشتین او نورو مشرانو سره په خیبر کې د جرګې د میدان د پرانیستې پر مهال. پخوانی انځور.
ملک نصیر کوکيخېل (په مينځ کې) له منظورپشتین او نورو مشرانو سره په خیبر کې د جرګې د میدان د پرانیستې پر مهال. پخوانی انځور.

د خیبر د کوکيخېلو کمېټۍ قانوني ډلې ويلي دي چې د پېښور يو عدالت د هغې سيمې نيول شوي ولسي مشران ملک نصیر کوکيخېل او ملک سید اغا جان کوکيخېل په جوډیشل ریمانډ جېل ته استولي دي.

د کوکيخېلو د قانوني ډلې يو غړي او د نيول شويو مشرانو وکيل فرهاد اپرېدي مشال راډيو ته وويل چې د ترهګرۍ ضد عدالت د ججانو د رخصتۍ له امله ملک نصير او ملک سيد اغا جان د ډېسېمبر پر ۲۶مه د پېښور های کورټ د اېډيشنل سېشن جج مراد اکمل عدالت ته وړاندې کړل شول.

هغه وویل "عدالت دوی د ۱۴ ورځو په جوډيشل ريمانډ جېل ته ولېږدول. په دغه دوران کې به د دوی لپاره د ضمانت درخواست جمع کېږي او انشاالله ضمانت به ورکول کېږي. اوس لا نور تفصيل نه دی معلوم چې پوليس به يې په نورو مقدمو کې تورنوي او که نه."

فرهاد اپرېدي زياته کړه چې ملک نصير او ملک سيد اغا جان د اکتوبر پر نهمه په رېګي للمه کې د پښتنو قامي جرګې د تياريو پر مهال د ترهګرۍ او قتل په تور جوړه شوې مقدمه کې عدالت ته وړاندې کړل شول.

بلخوا د کوکيخېلو قامي کمېټۍ مشر حاجي برکت اپرېدی وايي چې په رېګي للمه کې د پوليسو په ډزو د دوی څلور کسان ووژل شول، خو د پوليسو خلاف د کاروايي پر ځای د ولسي مشرانو خلاف مقدمې درج شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې دوی اوس هم هره ورځ علامتي احتجاج کوي، خو د سبانۍ (د ډېسېمبر ۲۸مې) له مشورتي غونډې وروسته به د مستقل احتجاج لپاره پلان تیاروي.

د خیبر ضلعې پولیسو د ډېسېمبر پر ۲۴مه د جمرود له شاه کڅ لېویز مرکز څخه ملک نصیر کوکيخېل، ملک عبدالظاهر او ملک سید اغا جان کوکيخېل ګرفتار کړل او پېښور ته يې يووړل.

په هغه ورځ ناوخته ملک عبدالظاهر خوشې کړل شو، خو دا نور مشران لا هم بنديان دي. د خیبر پولیس وايي چې دا کسان د پېښور او خیبر پولیسو ته په یو شمېر مقدمو کې مطلوب دي.

ملک نصیر کوکیخېل يو له هغو کسانو څخه دی چې د ۱۱م اکتوبر د پښتون قامي جرګې لپاره یې د خپل قام پر ځمکه په ریګي للمه کې ځای ورکړی وو. هغه د خيبر د تيرا سيمې د راجګل سيمې ولسي مشر دی خو له تېرو څو لسيزو راهیسې په جمرود کې ژوند کوي. د نوموړي کورنۍ په هغه سيمه کې د خلکو د ستونزو هوارولو او جرګو کې مهم رول لري.

په ۲۰۱۳ کال کې د وسلوالو پرضد د پاکستان پوځ د عملياتو له وجې د تيرا له راجګله شاوخوا ۲۰.۰۰۰ کورنۍ بېکوره او ورڅخه ډېری يې په جمرود کې دېره شوې وې.

XS
SM
MD
LG