د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند د ډېسېمبر پر ۲۷مه د ورپېښې ناروغۍ له کبله په پېښور کې ومړ.
د نوموړي د جنازې مراسم د پېښور په شامي روډ سیمه کې ادا کړی شول او هملته خاورو ته وسپارل شو. په جنازه کې یې د کورنۍ د غړو ترڅنګ د ژوند د بېلابېلو طبقو سره تعلق لرونکیو کسانو او ځینو سیاسي شخصیتونو هم ګډون وکړو.
رستم شاه مومند د چارسدې د ډهکې سیمې سره تعلق لرلو، د ۱۹۴۲ کال د اګست پر ۱۵مه زوکړی وو، لوړې زده کړې یې د پېښور او لندن په پوهنتونونو کې کړې وې او د پاکستان له فعالو سفارتکارانو څخه ګڼل کېدو.
دا چې نوموړی د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر او په پېښور کې افغان کمیشنر هم پاتې شوی وو نو د افغان امورو ماهر هم ګڼل کېدو او د پخوانۍ فاټا یا د اوسنیو قبایلي ضلعو د چارو مهم شنونکی هم وو. هغه د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه ژور مالومات لرل، مقالې یې لیکلې او په هم دې موضوعاتو په رسنیو کې څرګندېده او خپل نظر یې وړاندې کولو.
خبریال او شنونکي شمیم شاهد مشال راډیو ته وویل چې رستم شاه مومند په مهمو څوکیو باندې کار کړی دی. هغه وايي رستم شاه مومند د پښتنو او قبایلو له کلتور نه باخبره مشر وو. د شمیم شاهد په وینا رستم شاه مومند چې کله په افغانستان کې د پاکستان سفیر وو نو د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو د ښه کولو لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې وې. شمیم شاهد دا هم وویل چې رستم شاه مومند د افغانستان په اړه د پاکستان د اسټبلېشمنټ پر پر پالیسۍ نیوکې لرلې او په دې باور وو چې د دواړو هیوادونو اړیکې باید رغنده وي او ولسونه باید راشه درشه ولري.
شمیم شاهد وايي رستم شاه مومند د افغانستان او پاکستان ترمینځ د یو پل حیثیت درلودلو خو ګټه ترې پورته نه کړل شوه.
رستم شاه مومند د جنوبي وزیرستان او د خیبر د پولیټیکل ایجنټ په توګه هم پاتې شوی وو. نوموړی یو مهال د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مشرانو څخه وو. هغه د طالبانو سره د مذاکراتي ټیم برخه هم وو. مومند د پاکستان په بیوروکراسۍ کې د چیف سیکرټري په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
مومند خپل دوه ځامن او دوه لوڼې تر شا پرېښي دي. د هغه یو نږدې خپلوان منتظر خان مشال راديو ته وویل، په دې وروستیو کې یې ډېر وخت په کور تېرولو ځکه چې ناجوړه وو. نوموړي زیاته کړه چې مومند نه یوازې د هغوی د کورنۍ بلکې د سیمې یو سپین روبی او مخور مشر وو او زیات شمېر خلک پرې راټول وو.