طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
هلته د کورمې په سده کې د ډېسېمبر پر ۳۰مه، سنیانو مظاهره وکړه. دوی غوښتنه کوله چې د فرقهايزو نښتو پر مهال د بګن، ټالو کونج، او باچاکوټ سیمو اوسېدونکو ته د رسېدلو زیانونو معاوضه ورکړل شي.
په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.
د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سیکرټریټ د ډېسمبر پر۲۷ په بیان کې ویل شوي چې حکومت د لارې تړل کېدو له امله دغه خدمت پیل کړی، چې تر اوسه تر د ناروغانو په ګډون ۶۱۳ کسانو ګټه پورته کړې ده. دا راز د هیلي کاپټر له لارې اړین درمل او شاوخوا ۱۰ ټنه طبي وسایل کورمې ته رسول شوي دي.
احتجاج کوونکو د پریس کلب ودانۍ مخې ته پر سړک خیمې لګولي او پرلت یې وهلی دی. احتجاج کوونکي ۱۱ مختلفې غوښتنې لري، خو اساسي غوښتنه یې د ټل-پاړه چینار مرکزي سړک په بشپړ ډول خلاصول دي.
د بره او کوزه کورمې د محکمه صحت ځینو چارواکو دا خبرې د نومونو پټ ساتلو په شرط مشال راډیو ته وکړې. یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل، د اکتوبر له لومړۍ نېټې
د پښتون قامي عدالت په استازو کې شامل رضا محمد رضا د دسمبر پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې دوی ته تر پاړه چینار وړاندې په بګن او صده کې سني مشرانو مثبت پیغام ورکړی وو.
د جرګې استازي د ډېسېمبر پر پینځمه لومړی سدې ته ورغلل او هلته یې له ځايي ولسي مشرانو سره په سیمه کې پر دایمي اوربند خبرې وکړې. تر دې وروسته چې هغوی پاړه چینار ته ورسېدل نو ځايي خلکو او مشرانو یې دروند هرکلی وکړ.
د پاړه چینار یو مشر جلال حسین بنګښ د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د لارو بندېدو له امله نه يوازې په روغتونونو کې د دوایانو کمبوت دی بلکې ځايي ولس د خوراکي توکو او تېلو له کمښت سره هم مخامخ دی. هغه غوښتنه وکړه چې د کورمې شخړې دې ختمې او لارې دې پرانیستل شي.
په کورمه کې نښتې تر هغې وروسته پیل شوې چې وسلوالو د نومبر پر ۲۱مه په مندوريو او ډډ کمر کې له شيعه مېشتې پاړه چيناره پېښور ته د پوليسو په بدرګه کې د مساپرو د ګاډو پر قافلې برید وکړ.
روغتیايي چارواکي او ځايي مشران وايي، په تازه په نښتو کې یوشمېر کسان ووژل او تر ۳۰ پورې ژوبل شول. دوی وايي، د نومبر پر ۲۸ د ضلعې په دوو سیمو کې د یو ماشوم په ګډون څلور نور مړي وموندل شول چې ورسره له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۶۹ ته رسېدلی دی.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
د شیعه ګانو یو مشر عاقل حسین د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په سيمه کې خپل واک عملي کړي او جنګ دې ودروي. د سنیانو يو مشر حاجي سليم خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د اعلان کړي اوربند د عملي کولو تر څنګ د خونړيو پېښو د پيلولو په پلټنو کولو عاملينو ته سزا ورکړي.
د بګن سیمې يو مشر حاجي محمد کريم د نومبر بر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه ښځينه ترلاسه کړې دي.
د سیمې روغتیايي چارواکي، مشران او اوسېدونکي وايي چې د نومبر ۲۳مې په تاوتریخوالي کې ۱۰ نور کسان ووژل شول او د دواړو خواوو تر ۱۵۰ پورې کسان ژوبل شول. په دې ډول د مساپرو پر ګاډو د نومبر پر ۲۱مه په وسلوال برید او له هغه وخت راهیسې په تاوتریخوالي کې د وژل شویو ټول شمېر تر شاوخوا ۸۵ پورې رسېدلی دی.
مرستیال کمشنر جاویدالله مسید د نومبر پر ۲۲مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې جګړه لومړی په جلامئۍ ، چاردیوال او ټالو کونج کې پیل شوې او بیا نورو سیمو ته غځېدلې ده.
د انجمن حسینیه په نوم د شیعه ګانو سازمان یو مشر جلال حسین بنګښ د جمعې تر لمانځه مخکې په خطبه کې پر تاوتریخوالي خپګان ښوولی دی او ویلي یې دي چې شیعه ګان ودانیو او بېخبنا ته د زیان رسولو له پېښو سره هېڅ تړاو نه لري.
د سیمې پولیسو، ځايي انتظاميې او ولسي مشرانو مشال راډیو ته وویل چې حمله د نومبر پر ۲۱مه ماسپښین مهال له پېښوره پاړه چینار ته د تلونکو ګاډو پر قافله شوې ده.
یو ځايي مشر ملک اقبال بادشاه پرلتوالو ته په وينا کې وویل چې حکومت دې د عامو خلکو د ځورولو پر ځای د امنیت ټینګولو په لړ کې خپلې ذمه وارۍ پوره کړي.
نور وښیئ