د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي وايي، په مرستو بار د ۷۰ ټرکونو بله قافله کورمې ته رسېدلې ده


د خيبر پښتونخوا په ټل کې په مالونو بار ګاډي پاړه چينار ته د تګ لپاره ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په ټل کې په مالونو بار ګاډي پاړه چينار ته د تګ لپاره ولاړ دي ـ انځور له ارشيفه

په خوراکي موادو او دوایانو بار تر ۷۰ زیاتو ګاډو بل کاروان پاړه چینار ته رسیدلی دی.

د کورمې مرستیال کمشنر افراسیاب زبیر د جنورۍ پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې دا د ګاډو پنځم کاروان وو چې د حکومت په منځګړتوب تر اوربند وروسته پاړه چینار ته رسیدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ټل پاړه چینار مرکزي لاره په دې سیمه کې د فرقه ییز تشدد له کبله له تیرو ۴ میاشتو راهیسې تړلې پرته ده.

ځايي خلک وايي چې د دې لارې تړل کېدو له کبله د کرمې په ډیرو برخو کې د خوراکي موادو او دوایانې کمې رامینځ ته شوی دی.

بل پلو په پاراچنار او شاوخوا کلیو کې بند پاتې زده کونکیو خبرداری ورکړی که چیرې سړکونه سمدلاسه خلاص نه شي نو لاریونونه به وکړي.

د زده کوونکیو مشرانو تصور حسین، ساجد حسین، غیور حسین او طاهر حسین د جنورۍ پر ۲۴مه په پاړه چینار کې یو خبري کانفرانس ته په وینا کې وویل چې د پاړه چنار او د پورتنۍ او ښکته کورمې له سلو څخه زیاتو کلیو څخه سلګونو زده کوونکو په تعلیمي ادارو کې داخلې ترلاسه کړې دي، خو د سړک د بندیدو له امله دوی پیښور او نورو ښارونو ته سفر نشي کولای.

دوي دړکه ورکړه چې که په ۲۴ ساعتونو کې یې پیښور ته د لیږدولو انتظامات ونشي، نو دوی به په احتجاج لاس پوری کړي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت تر سختو امنیتي انتظاماتو لاندې کورمې ته مرستې وړي.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر ۲۲مه هم د مال لېږدونکو ګاډو قافله له ټل څخه پاړه چینار ته رسېدلې وه.

دا تر هغه وروسته ده چې د کورمې په بګن کې د پاکستان د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال هلته د مهمو ځايونو واک ترلاسه کړ.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.

چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG