د خیبر پښتونخوا د کورمې شیعه او سني مشرانو په کواټ کې په جرګه کې د سولې موافقې پر عملي کولو بحث کړی دی.
د فیبرورۍ پر شپږمه د جرګې ګډونوالو مشال راډیو ته وویل چې دواړو خواوو د جنورۍ پر لومړۍ د شوې موافقې پر هغو نکاتو خبرې وکړې چې لا نه دي عملي شوي.
د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزی وايي، تر اوسه له سیمې څخه د وسلو د ټولولو عمل نه دی پیل شوی او دا چې حکومت لا د تېر کال په تاوتریخوالي کې د بګن بازار او کورونو د بیاودانۍ لپاره اعلان کړې ۶۰ کروړه روپۍ نه دي ورکړي.
د شیعه ګانو یو مشر سید رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې د سولې په موافقه کې د مورچو تر ړنګولو او وسلو ټولولو مخکې د کورمې د تړلیو لارو د بیا پرانیستو خبره شوې وه.
ده وویل، د لارو بندېدو د پاړه چینار خلک زښت اغېزمن کړي دي او هلته د ورځني استعمال شیانو کمښت دی.
خو د سرکاري جرګې یو غړی حاجي عزت ګل وايي چې د موافقې د ټولو برخو عملي کولو ته ژمن دی البته زیاتوي چې د دې لپاره لومړی یوه داسې تګلاره جوړوي چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.
په نومبر کې د کورمې په بګن کې د مساپر لېږدوونکو ګاډو پر کاروان تر خونړۍ حملې وروسته فرقه ییزې نښتې پیل شوې. په جنورۍ کې دواړو خواوو د حکومت په مینځګړتوب د سولې موافقه وکړه خو پر دې سربېره حالات ترینګلي دي.
البته د جنورۍ پر ۲۲مه او ۲۵مه د مال لېږدونکو ګاډو قافلې له ټله مرکزي ښار پاړه چینار ته ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده چې له ټله پاړه چینار ته غځېدلې لویه لاره هلته د مېشتو سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ تر تاوتريخوالي وروسته له څه باندې څلورو مياشتو راهيسې تړلې پرته ده او د کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.
د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.
چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.
د عملیاتو له وجې له هغې سیمې څخه ګڼو کورنیو کډې کړې دي چې په ټل او هنګو کې په جوړو شویو لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې دي.
په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.