د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې مشرانو پر حکومت د تړل شوو لارو د خلاصولو غږ کړی دی


په دې نېږدې وروستیو کې د شیعه او سني ډلو ترمينځ په نښتو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي دي.
په دې نېږدې وروستیو کې د شیعه او سني ډلو ترمينځ په نښتو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د کورمې سني او شیعه ولسي مشرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې تړل شوې لارې دي زر تر زره خلاصې کړي.

دوی دا غوښتنه د فبرورۍ پر درېیمه په پېښور کې د يوې جرګې پر مهال کړې ده. دغو مشرانو لومړۍ ناسته د فبرورۍ پر دويمه نېټه په اسلام اباد کې کړې وه چې د خبرو اترو ته دوام لپاره يې د دویمې ناستې لپاره پېښور وټاکه.

د پاړه چینار يو مشر ابرار حسېن توري د فبرورۍ پر درېيمه مشال رېډیو ته وویل چې حکومت دې نه یوازې کورمې ته ورغلې لارې زر تر زره خلاصې کړي بلکې د خوندي کولو لپاره دې هم کلک ګامونه پورته کړي.

د جرګې یو بل ګډونوال حاجي رحیم منګل هم د فبرورۍ پر درېيمه مشال رېډیو ته وویل چې د لارو د تړل کېدو له امله شیعه او سني دواړه په تکلیف دي. ده زیاته کړه چې د لارو خلاصول د حکومت ذمه واري ده چې باید پوره يې کړي.

حکومت د مشرانو د تازه غوښتنو په اړه په سمدستي توګه څه نه دې ويلي البته تر دې وړاندې يې په وار وار ويلي چې د کورمې د امنیت لپاره يې نه يوازې د دواړو غاړو ترمینځ اوربند او د سولې تړون کړی بلکې د ورځڼۍ اړتياوو توکې يې هم سيمې ته رسولي دي.

د کورمې د شیعه او سني مشرانو ترمنځ دا خپلمنځي جرګې په داسې وخت کې شوې دي چې د کورمې مرکز پاړه چینار ته تللې لار د تېر کال د نومبره له پایه تړلې پرته ده.

د کورمې شیعه او سني مشرانو د امن لپاره خپلمنځي ناستې پیل کړې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:46 0:00

دا لار له هغه وروسته تړل شوې وه چې هلته د شیعه او سني ډلو ترمينځ په نښتو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت اعلان کړی دی چې په کورمه کې به د امن پر ځای ساتلو لپاره له خلک وسلې ټولوي او د امن خرابوونکو پرضد به سخت ګامونه پورته کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په وروستیو کې په بیا بیا ویلي چې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د جنورۍ پر لومړۍ د شوې موافقې له مخې به په کورمه کې ټولې مورچې ورانوي، وسلې به ټولوي، لارې به پرانیزي او د بګن بازار به هم بیا رغوي.

په کواټ کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د ځايي مشرانو ترمینځ د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم د کورمې لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.

البته د جنورۍ پر ۲۲مه او ۲۵مه د مال لېږدونکو ګاډو قافلې له ټله مرکزي ښار پاړه چینار ته ورسېدې.

له ټله پاړه چینار ته غځېدلې لویه لاره هلته د مېشتو سنيانو او شيعه ګانو ترمينځ تر تاوتريخوالي وروسته له څه باندې څلورو مياشتو راهيسې تړلې پرته ده او د کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

د پاکستان امنيتي ځواکونو د جنورۍ پر ۱۹مه په بګن کې عمليات پيل کړل. د چارواکو په وينا، د عملياتو مقصد په سیمه کې د وسلوالو ختمول دي خو د ځايي وتېزیو قبیلې مشرانو عملیات غندلي او دا یې یو اړخیز اقدام بللی دی.

چارواکو په کورمه ضلع کې د عملیاتو پیلولو پرېکړه تر هغې وروسته وکړه چې د جنورۍ پر ۱۶مه وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې بريد وکړ چې پر مهال یې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته مرګژوبله واوښته او یوشمېر ګاډي وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره کاروايي وکړه او هېلېکاپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.

پولیسو پر قافلې د برید په تړاو د ۲۰ معلومو او د څه باندې ۲۰ ناپېژندلیو کسانو پر ضد مقدمې دایرې کړې دي چې پکې د ترهګرۍ مخنیوي قانون مادې هم شاملې دي. خو د بګن اوسېدونکي او مشران وايي چې په برید کې ځايي خلک ککړ نه دي او نه یې هم د وسلوالو مرسته کړې.

د عملیاتو له وجې له هغې سیمې څخه ګڼو کورنیو کډې کړې دي چې په ټل او هنګو کې په جوړو شویو لنډمهالو پنډغالو کې مېشتې دي.

په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG