ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم نن سې شنبې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع ویلي د سعودي عربستان له ولیعهد محمدبن سلمان سره یې د اړیکو د لا ښه والي او بشري او اقتصادي برخو کې پر هر اړخیزو همکاریو مفصلې خبرې کړي. سعودي عربستان د سوریې د کورنۍ جګړې پرمهال د بشار الاسد پرضد د یاغي ډلو مالي ملاتړ کاوه.
د شنبې په ورځ د مصر، اردن، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، فلسطین او عرب ټولنې په ګډ بیان کې راغلي چې دوی له هر ډول طرحې سره چې په نتیجه کې یې فلسطینیان له خپلو اصلي مېنو بېځایه کېږي، مخالف دي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د شوي اوربند په ترڅ کې به د شنبې په ورځ حماس درې نوراسراییلي یرغمل خوشې کړي. اسراییل یې هم په بدل کې په لسګونو فلسطیني بندیان خوشې کوي. تراوسه له لسو زیات اسراییلي اوپنځه ټایلنډي یرغمل خوشې شوي خو د اسراییلي چارواکو په وینا تراوسه له اتیاوو زیات یرغمل له حماس سره دي.
د سوریې د پخوانۍ یاغي ډلې، "هیات تحریر الشام"، مشر، چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد رژیم یې نسکور کړ، د دغه هېواد د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شو.
اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.
د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
د سعودي عربستان وايي، دا هېواد هڅه کوي چې پر سوریې د نړیوالو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.
سعودي عربستان، په پام کې لري چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري ۶۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
د بندیانو د لومړۍ ډلې له تبادلې وروسته د غزې په تړانګه کې هغه اوربند چې پرون یې تطبیق پیل شو، لا هم پر ځای پاتې دی.
د اوربند په اوله ورځ تمه کېږي چې مازیګر مهال دری تنه یرغمل شوي اسراییلیان او یو شمېر فلسطیني بندیان سره تبادله شي. د غزې د اوربند او د یرغملو د خلاصون په اړه تړون د امریکا، مصر او قطر په منځګړیتوب ترلاسه شوی او ډونالډ ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې اجرا کېږي.
احمد العوده، د سوریې په سویل کې د یاغیانو پخوانی مشر، چې د بشار الاسد د حکومت له مخالفت څخه یې د روسیې سره همکارۍ ته خپل دریځ بدل کړ. هغه وروسته بیا په ۲۰۲۴ کال کې د اسد ضد ځواکونو سره یوځای شو.
نور راوښيه