د پاکستان د بهرنیوچارو وزیر اسحق ډار وايي چې د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیوچارو له وزیرانو سره یې د ایران پرضد د اسراییلو او امریکا د جګړې د سمدستي او دایمي پای ته رسېدو په اړه خبرې کړې دي.
فرانسپرس خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د سوریې حکومت او کرد ځواکونو موافقه کړې چې د دوی ترمنځ شوی اوربند د یوې بلې میاشتې په مخه وغځوي. دې سرچینو په دې شرط خبرې کړي چې هویت به یې نه افشا کېږي.
د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو وتل او هلته د ثبات ساتونکو ځواکونو ځای پرځای کېدل هغه اقدام دی چې د متحدوایالاتو او ملګروملتونو په ملاتړ د سولې په پلان کې یې یادونه شوې ده.
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي چې په پام کې ده د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.
په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د نازک اوربند له ماتولو وروسته لوړپوړي امریکایي استازي اسراییل ته رسیدلي دي. رویټرز اژانس لیکلي، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرېډ کوشنر اسراییل ته رسیدلي چې د غزې د اوربند پلان پر دویم پړاو خبرې وکړي.
نور راوښيه