د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

سعودي عربستان پر سوریې د بندیزونو د لرې کیدو هڅې کوي


د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان
د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان

 د سعودي عربستان وايي، دا هېواد هڅه کوي چې پر سوریې د نړیوالو له خوا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.

د سعودي عربستان د بهرنیوچارو وزیر وايي چې هېواد به یې د سوریې له نویو مشرانو سره مرسته وکړي څو پر دې هېواد د نړیوالو له خوا د لګېدلو بندیزونو لیرې کېدل تضمین کړي.

شهزاده فیصل بن فرحان د بشاراسد د رژیم له نسکورېدو وروسته سوریې ته د خپل لومړي سفر پرمهال د دولت د نوي مشر احمدالشرع په ګډون د سوريې له چارواکو سره وکتل.

د دمشق نوي مشران هیله من دي چې سعودي عربستان به د خلیج د سیمې د غني هېواد په توګه په جګړه ځپلې سوریه کې پانګونه وکړي.

د سوریې د بهرنیوچارو له وزیر سره په ګډه خبري غونډه کې ښاغلي بن فرحان پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د ژرترژره لیرې کېدو د اهمیت یادونه وکړه او ویې ویې ویل چې ریاض له متحدوایالتونو، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو سره فعال تماس لري څو پر سوریې لګېدلي بندیزونه لیرې شي. د هغه په وینا په دې برخه کې ځینې مثبت پیغامونه هم لیدل کېږي.

د اسد د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته واشنګټن پر سوریې په لګېدلو بندیزونو کې کمښت راووست او اروپايي ټولنې هم په دې برخه کې ګام واخیست او په پام کې ده چې د راروانې دوشنبې په ورځ به د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د نرمولو پر موضوع خبرې وشي.

د سوریې د بهرنیوچارو وزیر اسعد الشیباني چې په روانه جنوري میاشت کې یې ریاض ته سفر کړی و، وویل چې د بندیزونو لېرې کېدل به په سوریه کې پانګونو او سوداګرۍ ته لار پرانیزي او د دې هېواد د تاسیساتو بیارغونې ته به امکان برابر کړي او په نتیجه کې به یې بېکاري پای ته ورسېږي.

بن فرحان د ۲۰۲۳ کال په اپریل میاشت کې هغه مهال چې پخوانی رژیم لا واکمن و، دمشق ته سفر کړی و، او له اسد سره تر کتنه وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ لس کلن کړکېچ پای ته ورساوه. هغه مهال ریاض د عربي هېوادونو لیګ ته د سوریې د بېرته ستنېدو سبب شو.

سعودي عربستان په ۲۰۱۲ کال کې له هغو اعتراضونو وروسته چې ځپل کېدو یې په سوریه کې کورنۍ جګړې ته لاره پرانیسته له دمشق سره اړیکي پرې کړل. خو د سوریې نوي مشران هیله لري دې هېواد ته د سعودي عربستان پانکونې جلب کړي څو د دې جګړه ځپلي هېواد اقتصاد ته ثبات راولي.

په تېره ډسمبر میاشت کې د سوریې نوي رهبر احمدالشرع د سعودي عربستان العربیه ټلویزیونی ته وویل چې ریاض به د سوریې په راتلونکي کې مهم رول ولري او د ده په هېواد کې د سعودي پانګوالو د پانګونې فوق العاده امکانات شته.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG