نن دوشنبه هم د غزې په تړانګه کې هغه کاواکه اوربند چې له یکشنبې ورځې راهیسې یې تطبیق پیل شوی، پر ځای و. د امریکا د متحدو ایالتونو، قطر او مصر په منځګړیتوب د اوربند او د بندیانو د تبادلې پر سر پر دغې موافقې د چهارشنبې په ورځ په دوحه کې موافقه وشوه.
پرون یکشنبه د موافقې د تطبیق له پیل سره د حماس له بنده د درېیو ښځینه یرغمل شویو د خوشې کېدو په بدل کې ۹۰ تنه فلسطیني بندیان خوشې شول.
نور اسراییلي یرغمل به هم په راروانو ورځو کې خوشې شي
د حماس ډلې یوه چارواکي ویلي، د اوربند موافقې له مخې له غزې څخه د یرغمل شویو بله ډله به د راروانې شنبې په ورځ خوشې شي. د حماس دغه چارواکي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ښځینه برمته وو تر خلاصون وروسته له فرانسپرس خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې.
د حماس دغه لوړ رتبه چارواکي، چې پر دې موضوع په عامه د خبرو اجازه نه درلوده، د نوم نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلي یرغمل شویو بله ډله به د شنبې پر ماښام، د موافقې د تطبیق د پیل پر اوومه ورځ خوشې شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه توندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي.
د غزې راتلونکې او د امنیت لپاره د اسراییل راتلونکي پلانونه
د اوربند موافقې هغه څه باندې ۱۵ میاشتنۍ جګړه پای ته ورسوله، چې د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیاوزارت په وینا په نتیجه کې یې تر ۴۶زره ډېر کسان وژل شوي دي.
له کله چې په غزې تړانګه کې اوربند پیل شوی، زرګونه بېځایه شوي کسان بېرته خپلو اصلي مېنو ته په ستنېدو دي.
د اوربند د موافقې پر سر د اسرائیل په حکومت کې دننه اختلافات پیدا شوي او تازه په تازه د اسرائیل د مالیې ښي اړخي وزیر بیزالیل سموتریچ د ټولې غزې د اشغال په باب خبرې کړې دي.
د اسرائیل د پوځ راډیو د هغه څرګندونې رااخیستي، چې ویلي یې دي "موږ باید ټوله غزې تړانګه اشغال او هلته پوځي واکمني ایجاده کړو."
له بلې خوا د اسرائیل پوځ وايي، چې په لوېدیځه غاړه کې یې یو سرتېری وژل شوی او بل ټپي دی.
د اسرائیل د پوځ رسنیو نن راپور ورکړی، چې د دغو سرتېرو موټر تېره شپه د لوېدیځې غاړې په شمال کې د سړک غاړې له ماین سره ولګېد.
دا چاودنه د غزې په تړانګه کې د اوربند له تطبیق څو ساعته وروسته شوې ده.