د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پاکستان له لوري تړل شوې د تورخم دروازه نن د ۲۲ مې ورځې لپاره لا هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان ایالت په جعفر ایکسپریس مسافر وړونکي اورګاډي برید کې کارول شوې وسلې «افغاني او هندي» دي او وایي چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
احمد الشرع د سوریې لنډمهاله ولسمشر د پنځه کلنې انتقالي دورې لپاره د اساسي قانون اعلامیه لاسلیک کړه. الشرع دا اعلامیه د سوریې د "نوي تاریخ پیل" وبلله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي د جعفر ایکسپریس په نوم پر اورګاډي د برید او د لسګونو کسانو د یرغمل تر شا وسله وال "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په تماس کې وو.
عبدالله، چې په پاکستان کې د «اې سي سي» کارت لرونکی افغان کډوال دی، وایي له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي او د موبایلونو د ترمیم له لارې د خپلې اوه کسیزې کورنۍ نفقه برابروي.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او له دغه هېواده د شړلو بهیر په چټکېدو سره، "د پناه غوښتونکو لپاره د ګډ اقدام کمېټې" په نوم د افغان کډوالو د حقونو يوې ملاتړې ډلې ویلي، د پاکستان پولیسو لږ تر لږه ۱۹۰ افغانان د دې هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې نیولي دي.
تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه تر نن ( پنجشنبې) سهار وختي پورې هم روانه وه.ځایي اوسېدونکي وایي، الوتکې هم ګرځېدلې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ناوخته (د مارچ ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې تأیید کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي.
ډونالډ ټرمپ تېره شپه د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ وینا کې د بهرني او کورني سیاست مهم اړخونه را وسپړل او ادعا یې وکړه چې امریکا یې په ښه لوري روانه کړې ده. د هغه د خبرو پر مهال ډیموکراتانو اعتراض هم کاوه چې ترڅ کې یې د کانګرس یو ډیموکرات غړی له غونډې و ایستل شو.
نور راوښيه