دغې کمېټې د پنجشنبې په ورځ، د مارچ په شپږمه، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه د نیول شویو افغانانو ویډیوګانې خپرې کړي او ویلي یې دي، چې دوی د اسلاماباد په "حاجي کمپ" کې ساتل کېږي.
د دې کمېټې په وینا، د اسلاماباد او راولپنډۍ په ښارونو کې افغان کډوال سخت ځپل کېږي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیله او د افغان کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې غړې منیزې کاکړ ازادي راډیو ته وویل:
"په تېرو دریو ورځو کې، شاوخوا ۱۹۰ کسان په اسلاماباد او راولپنډۍ کې نیول شوي. دا ټول کسان قانوني اسناد، لکه ویزې او "پی او ار" کارتونه، لري. ان هغه کسان هم نیول شوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) سره ثبت دي او نورو هېوادونو ته د انتقال په تمه دي."
یو شمېر افغان کډوال او د هغوی خپلوان، چې په وروستیو ورځو کې په اسلاماباد کې نیول شوي، وایي سره له دې چې د ویزو موده یې لا پاتې وه، بیا هم له کوم دلیل پرته نیول شوي دي.
اسلاماباد کې افغان کډوال رضوان شایګان، چې امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ (SIV) کیس لري، ازادي راډیو ته وویل:
"ما خپله ویزه تازه تمدید کړې وه، خو بیا یې هم ونیولم. پرته له دې چې خبرې مې واوري، ویې نیولم او بد چلند یې راسره وکړ. کله چې یې زما اسناد وکتل، ویې ویل: 'تاسو څه ته انتظار یئ؟ ولې خپل هېواد ته نه ځئ؟' بیا یې زما د اسنادو کاپي واخیسته او خوشې یې کړم."
یو بل افغان کډوال رفیعالله وایي، چې څو تنه د کوټې ملګري یې، چې ورسره یوځای اوسېدل، تېره اوونۍ نیول شوي او تر اوسه یې درک نشته.
"تورخم کې له نښتې راهیسې، په اسلاماباد کې هم نیونې زیاتې شوي دي. تېرې اوونۍ یې زما ملګري له کوره ونیول، د هغوی اسناد بشپړ وو، او څو ورځې کېږي چې هیڅ معلومات ترې نشته. خپلوان یې ورنه احوال نه لري. موږ نه پوهېږو چې دوی چېرته دي او په کوم وضعیت کې دي."
"د پناه غوښتونکو لپاره د ګډ اقدام کمېټه" ټینګار کوي، چې دا اقدام د اسلاماباد د سترې محکمې له وروستي حکم ښکاره سرغړونه ده.
دغه کمېټه زیاتوي، چې پولیسو په ډېری مواردو کې افغان کډوال د قانوني مراحلو له بشپړولو پرته نیولي دي.
د اسلاماباد سترې محکمې د همدې اوونۍ په پیل کې د افغان کډوالو ځورونه منع اعلان کړه او پاکستاني چارواکو ته یې امر وکړ، چې د قانون پر بنسټ چلند وکړي.
دا اقدامات د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ له څو غونډو وروسته ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې چارواکو ته لارښوونه شوې، چې افغان پناه غوښتونکي، ان راجستر شوي هغه هم، له اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو وباسي.
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د راپور له مخې، یوازې د جنورۍ په میاشت کې له اسلاماباد او راولپنډۍ څخه ۱۸ زره افغانان افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دغه سازمان مخکې ویلي وو، چې د جنورۍ له ۱۶مې څخه تر ۳۱مې پورې، شاوخوا ۱۰ زره افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته ایستل شوي دي.
ډېری دغه افغانان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته، کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، د بېکارۍ، ناامنۍ او د نجونو لپاره د تعلیمي محدودیتونو له امله ایران، پاکستان او ترکیې ته کډوال شول، خو اوس هلته هم د شړلو له ګواښ او بد چلند سره مخ دي.