د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

یو این ایچ سي ار: په پاکستان کې په فبرورۍ کې د افغان کډوالو دنیولو کچه ۱۵ سلنه لوړې شوې ده


د ملګرو ملتونو د کډوالي عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او بندي کولو د کچې د لوړېدو خبره کوي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲مه) په خپل یوه راپور کې ویلي، په تېرې فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې تر ۱۴۰۰ زیات افغانان نیول شوي او بندیان شوي دي چې تر ۵۰ سلنه زیات یې په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې دي.

دا راپور چې د ریلف ویب پر ویبسایټ خپور شوی په کې راغلي چې د روان رېږدیز کال له جنورې میاشتې ۱۵ سلنه لوړوالی ښيي.

«یو ان اچ سي ار» ویلي چې په دې موده کې د راپور په ټکو، سره له دې چې د تورخم دروازه د فبرورۍ له ۲۲ بند ده ، له پاکستانه د افغانانو د شړلو (ډیپورت کولو) کچه کې ۴۴ سلنه لوړوالی راغلی چې یوازې تېره فبرورۍ میاشت کې افغانستان ته ۱۷ زره او ۹۰۰ تنه ستانه شوي دي چې له دې شمیر ۱۴۱۷ تنه یې ستانه کړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې مېشت ځینو نیول شوي افغانان وایي د نیولو پر مهال ورسره پاکستاني پولیسو ناوړه چلند کړی دی.

په اسلام اباد کې یوې مشتې افغانې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، تېره میاشت دا او کورنۍ یې پولیسو نیولي ول:

“د نیولو بهیر په هغو لومړیو کې یې زه او زموږ ټوله کورنۍ ونیولو او حاجي کمپ ته یې انتقال کړو. زموږ هغه اسناد چې له یوه سفارته مو درلودل، د هغه له مخې یې بېرته راخوشې کړو، خو له موږ سره چې نورې کورنۍ وې، هغوی یې افغانستان ته ډیپورت کړې. د دوی (پولیسو) چلند ډېر بد و، کله چې یې موږ ونیولو، ماته یې وویل چې نن ته تر ټولو مخکې افغانستان ته استول کېږې، دوی له افغانانو سره هېڅ سمه رویه نه کوي.”

هغه افغان چې بیا افغانستان ته په جبري ستانه کړل شوي په هېواد کې د سختو کړاوونو خبره کوي.

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې په پاکستان کې له ډېرو کلونو ژوند ورسته نږدې دوه میاشتې مخکې شړل شوی دی:

“دلته موږ له زښته زیاتو ستونزو سره مخامخ یو، کاروبار نشته، کور سرپناه نه لرو، له حکومته مو غوښتنه ده موږ ته کوټې او یوڅه کاراوبار برابر کړي، موږ کډوال له زښته زیاتو ستونزو سره مخ یو تر اوسه چې راغلي یو هېڅ مرسته مو نه ده ترلاسه کړې.”

“دلته موږ له زښته زیاتو ستونزو سره مخامخ یو، کاروبار نشته، کور سرپناه نه لرو

د یادونې ده په پاکستان کې کډوال داسې مهال دوی سره د ناسم چلند خبره کوي چې همدا تېره اونۍ د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست مولوي عبدالکبیر په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبدالرحمن نظاماني سره د لیدو پرمهال ترې په هغه هېواد کې کډوالو سره د سم چلند او زغم غوښتنه کړې وه.

د «یو ان اچ سي ار» د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ مې راهیسې د پاکستان د حکومت د "غیرقانوني بهرنیانو د راستنولو پلان" له اعلان وروسته، له له ۸ لکو ۴۳ زرو او ۴۰۰ ډېر افغانان له دغه هېواده بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG