د بښنې نړیوال سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې اسلام اباد باید له نړیوالو بشري حقونو سره سم د کډوالو د ایستلو په پروګرام کې اصلاحات رامنځته کړي.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې له ایران سره مخامخ خبرې روانې دي او ټینګار یې وکړ چې باید د ایران اسلامي جمهوریت ته د اټومي وسلو د جوړیدو اجازه ورنه کړل شي.
ای اېس پي ار په خپل بیان کې هغه کسان "خوارج" بللي. پوځ دا اصطلاح اکثر تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته کاروي خو دا روښانه نه ده چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول.
د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې استوګن د (اې سي سي) یا افغان تابعیت کارت لرونکی کډوال رحمت الله وايي د کور ټول وسایل یې پاتې دي او اجازه نه ورکول کېږي چې له ځان سره یې یوسي.
په کراچۍ کې یو شمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د پاکستان حکومت له لوري د دوی د پېژندنې او موجودیت په اړه د معلوماتو ورکولو په هدف د ګرځنده ټېلیفونونو شمیرو ته پیغامونه استول شوي دي. په دغو پیغامونو کې، چې یو شمیر دوی له ازادي راډیو سره شریک کړي، د افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو د پیل خبر ورکړل شوی دی.
پاکستان په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته چې د اې سي سي کډوالۍ کارتونه لري له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم نن سې شنبه د اپریل لومړۍ نېټه د دغه کډوالو ایستل پیل کړي دي.
نن د مارچ ۳۱مه له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د وتلو لپاره حکومتي مهلت پای ته رسیږي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پای کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د یادو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه له متحده ایالاتو سره یوې موافقې ته ونه رسیږي نو "بمبار" به شي. د امریکا ولسمشر دا څرګندونې د این بي سي نیوز سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې کړي، چې دې شبکې د یکشنبې په ورځ خپرې کړي.
په داسي حال کې چې د ایران د اتومي پروګرام پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ ترینګلتیا په زیاتېدا ده، د ایران د پارلمان رئیس ویلي چې که امریکا پر ایران برید وکړي، ایران به په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړي.
نور راوښيه