د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

د تورخم دروازه د ۲۲ مې پرله پسې ورځې لپاره د هر ډول تګ راتګ په مخه تړلې ده


لسګونه موټر د تورخم د بندیدو له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ولاړ دي
لسګونه موټر د تورخم د بندیدو له کبله د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته ولاړ دي

د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پاکستان له لوري تړل شوې د تورخم دروازه نن د ۲۲ مې ورځې لپاره لا هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

دغه دروازه د پاکستاني چارواکو په وینا په تورخم کې د طالبانو د ځواکونو له لوري د یوې پوستې د جوړولو په غبرګون کې د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

پاکستان تور پورې کوي چې طالبان دا پوسته په یوه ممنوعه سیمه کې جوړوي خو د طالبانو حکومت ویلي چې په خپله خاوره کې د تاسیساتو د جوړولو حق لري.

د دې دروازې بندیدو د کرښې د دواړو خواوو اوسېدونکي له دېرو ستونزو سره مخ کړي دي؛ په ځانګړي ډول هغه ناروغان چې د علاج لپاره په دایمې ډول د پاکستان بیلابیلو ډاکترانو ته ځي.

یوشمېر ناروغ لرونکو ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د ناروغانو روغتیايي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي خو دروازه لا هم تړلې ده.

د تورخم لاره بنده ده، او زموږ د ناروغ وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي.

د ننګرهار اوسېدونکې عبدالله چې مور یې د شکرې ناروغي لري او اړ دي چې په میاشت کې لږ ترلږه یوځل په پاکستان کې شوکت خانم روغتون ته خپل ناروغ ورولي وايي د لارې بندیدو سخت اندېښمن کړی دی.

عبدالله وايي "مور مې د شکر ناروغي لري، دا ډېره یوه خرابه ناورغي ده، موږ هره میاشت له پېښوره یا ورته درمل راوړو یا ناروغ هلته انتقالوو خو اوس چې لاره بنده ده ډېر له ستونزو سره مخ یو."

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی بلال خان چې دی هم ناروغ لري وايي چې د لارې د بندیدو له امله یې د ناروغ وضعیت خرابیږي خو په وس یې هیڅ نه دي پوره.

نوموړی وايي"مور مې ناروغه ده، خو لاره بنده ده، زموږ د ناروغ وضعیت ورځ په ورځ خرابیږي، کاش مو په خپل هیواد کې یو مجهز روغتون درلودای څه به مو کول چې بل ځای ته لاړ شو."

د پلازمینې کابل یو اوسېدونکې نور حکیم چې د سرطان ناروغي لري، په افغانستان کې له موجوده حکومت او سوداګرو غواړي چې په کور دننه د سرطان د ناروغانو لپاره یو مجهز روغتون جوړ کړي تر څو دوی او د دوی په څېر زرګونه نور د ګاونډیو له احتیاجه خلاص شي. دی وايي "دلته په خپل وطن کې په یوه مجهز روغتون کې پانګونه وکړئ او د سرطان د ناروغانو لپاره یو روغتون جوړ کړئ، چې دا ناروغان او وطنوال له دې احتیاجه خلاص شي."

د امکاناتو د نه شتون له وجې ډېر افغانان د علاج لپاره پاکستان ته ځي.

د راپورنو له مخې په افغانستان کې د روغتیايي اسانتیاوو او د باکیفیته درملو د نه شتون له امله ډیر ناروغان د درملنې لپاره ګاونډي پاکستان ته سفر کوي.

د غیر رسمي شمېرو له مخې د تورخم د دروازې له تړل کېدو مخکې په ورځني ډول له اویا تر اتیا پورې ناروغانو چې سفري اسناد به یې درلودل پېښور ته د درملنې په هدف سفر کاوه.

خو دا دروازه د تېرې فبرورې له ۲۱ راهیسي د پاکستان له لوري تړل شوې ده.

که څه هم د دې دروازې د خلاصون لپاره د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې په بڼه ناستې هم وشوې خو لا یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرله پسې شپې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په ورځني ډول سوداګرو ته شا او خوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.

XS
SM
MD
LG