په پاکستان کې پر افغان کډوالو له فشارونو سره سم دغلته کډوال او کاروباریان اړ شوي چې خپله شتمني لیلام کړي. دوی وایي، بازار سوړ او توکي څوک ترې نه اخلي او اړ دي چې په ډيره کمه بیه یې وپلوري.
د جرمني حکومت د معلوماتو له مخې لسګونه هغه افغانان چې په دې هیواد کې د بیا مېشتېدنې ژمنه ورسره شوې وه جرمني ته له لېږد وړاندې مړه شوي دي. په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې جرمني ته د کډوالۍ قضیې لري ټینګار کوي چې باید دوسیې یې ژر ترژره وڅېړل شي.
په افغانستان کې د دولتي ادارو یو شمیر کارکوونکي وايي، هغه پیسې یې بیرته تر لاسه کړي چې پر دغه هیواد د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته له دوی څخه د تقاعدۍ په نوم له معاشونو ګرځول شوې وې. خو دوی شکایت کوي، چې د طالبانو حکومت هغه پیسې بېرته نه دي ورکړي چې په تېرو نظامونو کې په دې نوم ورنه ګرځول شوې وې.
اکپس «ACAPS» سازمان وایي د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدل د افغانستان د خلکو لپاره د حیاتي خدمتونو د دوام لپاره جدي ګواښ دی.
پاکستان په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته چې د اې سي سي کډوالۍ کارتونه لري له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم نن سې شنبه د اپریل لومړۍ نېټه د دغه کډوالو ایستل پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمي بروس پرون په اونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران حکومت په سیمه کې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړي په توګه عمل کوي او د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمنانه دریځ ساتي. په وروستیو کې د ایران او طالبانو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې شوي.
پاکستان د لسو ورځو په مخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی، خو اسلام اباد غواړي چې سږکال درې میلیونه افغان مهاجر له خپلې خاورې وباسي.
د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره، چې پاکستاني چارواکي یې غیرقانوني مهاجر بولي، د پاکستان له لوري ټاکل شوی ضرب الاجل په دغه هیواد کې د اختر له لومړۍ ورځې سره برابر شو.
راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پیلولو وروسته په لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.
نور راوښيه