اکسیوس ویبپاڼې د امریکایي چارواکو او یوې معتبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په پام کې لري چې د خپلې دوهمې دورې د ولسمشرۍ په لومړي بهرني سفر کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.
راپور وايي چې دا سفر ښايي د راتلونکي مې میاشتې په نیمایي کې ترسره شي.
د دې سفر پلانونه داسې مهال جوړېږي چې د امریکا حکومت هڅه کوي په غزه کې اوربند بېرته ټینګ کړي او حماس ډله دې ته اړ باسي چې د اسراییل نور یرغمل خوشې کړي.
حماس د امریکا او اروپا د تروریستي ډلو په لېست کې شامله ده.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په مهال هم لومړنی بهرنی سفر سعودي عربستان ته کړی و.
نوموړي د تېر کال د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه خبریالانو ته ویلي و: «وروستی ځل چې سعودي عربستان ته لاړم، هغوی په امریکا کې ۴۵۰ میلیارد ډالره پانګونه وکړه».
یوه امریکایي چارواکي «اکسیوس» ویبپاڼې ته ویلي چې د امریکا حکومت دا ارزوي چې یو نړیوال سفر تنظیم کړي، چې پیل به یې له سعودي عربستان څخه وي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د دې سفر تمرکز به د بهرنیو پانګونو، د خلیج له عربي هیوادونو سره د اړیکو پراخولو او په منځني ختیځ کې د کړکېچونو ختمولو ته وي.
سپینه ماڼۍ او په امریکا کې د سعودي عربستان سفارت د دې راپور په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي و: «اوس سعودي عربستان بډای شوی دی.
موږ زاړه شوي یوو، ما هغوی ته وویل چې سعودي ته به لاړ شم، که تاسو امریکایي شرکتونو ته یو تریلیون ډالر ورکړئ، یا په بله وینا، په څلورو کلونو کې له امریکايي شرکتونو سره د یو تریلیون ډالرو معامله وکړئ. هغوی موافقه وکړه. نو زه به هلته ولاړ شم. زموږ اړیکې ورسره ډېرې ښې دي. هغوی به پر امریکایي شرکتونو، پوځي تجهیزاتو او نورو شیانو ډېرې پیسې مصرف کړي.»
د سعودي ولیعهد، محمد بن سلمان، د تېر کال د سلواغې په ۴مه نېټه ویلي و چې هېواد یې په امریکا کې په څلورو کلونو کې ۶۰۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي، او ریاض پر لا ډېرو پانګونو هم غور کوي.