د پلازمینې کابل یو شمیر اوسېدونکي چې د خپلو بېلابیلو معاملو لپاره له طلا یا سرو زرو جوړې شوې ګاڼې ته اړتیا لري وايي، د طلا بیه په بازرونو کې ډیره لوړه شوې او د اخیستلو توان یې نه لري.
په افغانستان کې د بشري مرستو په کمېدو سره، ملیونونو اړمنو کسانو سره د مرستې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې هر کال په افغانستان کې نږدې ۱۰ زره کسان د نري رنځ یا توبرکلوز له امله مري.
په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال د پیل سره هممهاله، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې هییت او د بریتانیا شارژدافیر یو ځل بیا د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو د بندیز پر دوام ژوره اندېښنه ښودلې، او له طالبانو یې غوښتي چې دا بندیز سملاسي لرې کړي.
د «زده کړې نه شي تم کېدای» (Education Connor wai) په نوم د ملګرو ملتونو صندوق ویلي، د طالبانو له خوا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو له امله ۲،۲ میلیون نجونې له زده کړو بې برخې شوي چې دا شمېره ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې له څلور میلیون واوړي.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د " اې سي سي " کارتونو لرونکو افغان کډوالو ته د دې هیواد د حکومت له خوا د وتلو ورستي مهلت ته نژدې یوه اونۍ پاتې ده، د طالبانو حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې د جبرې ستنولو پر ځای افغان کډوال په تدریجي او ابرومندانه ډول خپل هیواد ته ستانه کړي.
په داسې حال کې چې کوچني اختر ته نژدې یوه اونۍ پاتې ده یوشمېر خیاطان وایي چې سږکال یې کاروبار د تېرو کلونو په شان ښه نه دی. دوی یې لامل د خلکو بېکاري او بېوزلي بولي.
نور راوښيه