اکپس «ACAPS» سازمان وایي د امریکا د بهرنیو مرستو بندیدل د افغانستان د خلکو لپاره د حیاتي خدمتونو د دوام لپاره جدي ګواښ دی.
پاکستان په دې هیواد کې میشتو افغانانو ته چې د اې سي سي کډوالۍ کارتونه لري له دې هیواده د وتلو لپاره د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو سره سم نن سې شنبه د اپریل لومړۍ نېټه د دغه کډوالو ایستل پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمي بروس پرون په اونیز خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران حکومت په سیمه کې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړي په توګه عمل کوي او د امریکا او د هغې د متحدینو په وړاندې دښمنانه دریځ ساتي. په وروستیو کې د ایران او طالبانو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې شوي.
پاکستان د لسو ورځو په مخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ځنډولی دی، خو اسلام اباد غواړي چې سږکال درې میلیونه افغان مهاجر له خپلې خاورې وباسي.
د هغو افغان کډوالو د ایستلو لپاره، چې پاکستاني چارواکي یې غیرقانوني مهاجر بولي، د پاکستان له لوري ټاکل شوی ضرب الاجل په دغه هیواد کې د اختر له لومړۍ ورځې سره برابر شو.
راپورونه وايي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه د ولسمشرۍ د دوهمې دورې له پیلولو وروسته په لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.
نن د مارچ ۳۱مه له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د وتلو لپاره حکومتي مهلت پای ته رسیږي. د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پای کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د یادو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.
د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکي وایي د متقابل احترام، اقتصاد محوره او حسنه اړیکو په چوکاټ کې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي.
نن د افغانستان په ګډون په ګڼو هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
نور راوښيه