د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۹

ځینې بېوزلې وايي، اقتصادي ستونزو د اختر خوښي ورڅخه اخیستې


نن د افغانستان په ګډون په ګڼو هیوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

په داسې حال کې چې نن یکشنبه د مارچ ۳۰ مه د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د کوچني اختر لومړي ورځ نمانځل کیږي د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي اقتصادي ستونزو ترې د اختر خوښي اخیستې ده.

دوی وايي د بې وزلۍ له امله یې د اختر لپاره هیڅ ډول تیاری نه دی کړی، یوازې د اختر لمونځونه یې وکړل او نوره ورځ په خوب تېروي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکې نور اغا ازادي راډيو ته وویل:

"غربت په اختر کې درد او خفګان ډېر زیاتوي، بس یوازې روژه تېره شوه او بس، لاړو لمونځ مو وکړو او بېرته راغلو کورونو ته، نه مو نوی جامې کړي او نه مو بل څه اخیستي دي، د ماشومانو ژړاوې چې دوی پیسې غواړي او جامې غواړي بل درد دی چې انسان کړوي."

د ختیځ لغمان اوسېدونکې عمرخان ازادي راډيو ته وویل چې له یوې خوا اقتصادي ستونزو له بل لوري د برښنا کمښت او د ټلیفوني شبکو خرابوالي د دوی اختر پیکه کړی:

"د اقتصادي ستونزو تر څنګ نن د اختر په اوله ورځ لویه ستونزه د ټلیفوني شبکو کار نه کول دي، نه انترنیت کار کوي او نه شبکې، چې لږ ترلږه خپلو خپلوانو ته د ټلیفون له لارې د اختر مبارکي ورکړو."

خو د پلازمینې کابل یوه اوسېدونکې موسی بیا ازادي راډيو ته وویل اقتصادي ستونزې شته خو په خبره یې د امنیت له پلوه اختر په خوښۍ نمانځي او له کومې امنیتي ویرې پرته هرې خوا تللی شي:

"خلک ډېر خوشحاله دي، دوی هرې خواته بې له کومې امنیتي ویرې تګ راتګ کولای شي."

دی وايي د طالبانو حکومت د کابل په بیلابیلو سیمو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي او د خلکو د امنیت د ساتنې په هدف طالب ځواکونه لیدل کیږي.

تېره ورځ د طالبانو حکومت هم ویلي وو چې د اختر په شپو ورځو کې به په کابل او ولایتونو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي.

په افغانستان کې تر ډېره اختر په دودیز ډول نمانځل کیږي.

د نویو جامو له اغوستلو او د اختر له لمانځه وروسته خلک له یو بل کره د اختر د مبارکۍ لپاره ورځي او د اختر خوښۍ ویشي، دغه شان لویان تر ډېره کوچینانو ته د اختري په نوم پیسې هم ورکوي.

خو یو شمیر کابل ښاریانو ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، چې ترانسپورتی ستونزې شته، ځکه د عامه ترانسپورت امکانات ډیر کم دي او تکسي ته د دوی وس نه کېږي چې خپلو خپلوان او دوستانو کره اخترمبارکۍ لپاره ولاړ شي.

دغه شان د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله ماشومانو ته د اختري ورکول دود هم ډیر پیکه شوی دی.

XS
SM
MD
LG