د پاکستان حکومت له ټاکلې مودې ان څو ورځې دمخه د افغان کډوالو پر کورونو چاپې پيل کړي او په ترڅ کې یې سلګونه هغه افغانان نیولي د افغان تابعیت یا اې سي سي کارتونه لري.
دې ډلې افغان کډوالو ته د پاکستان حکومت د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې له راولپنډۍ او اسلام اباد ووځي.
په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د یوې همغږې کوونکې شورا مسوول میوند علمي ازادي راډیو ته وویل چې په تېرو اونیو کې د پنجاب د راولپېنډۍ پولیسو تر ټاکلي ضرب الاجل مخکې نږدې ۱۰۰۰ تنه افغانان نیولي دي.
«د راولپنډۍ په ښار کې تقریباً ۹۲۳ افغان کډوال نیول شوي وو چې ۲۱۳ یې افغانستان ته ډيپورټ شول. په ټوله کې د مهاجرینو وضعیت ډېر زیات خرابه دی. خصوصاً هغه چې ویزې نه لري. د پاکستان حکومت د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړی وو چې ووځي نو ډېر خلک په بد وضعیت کې دي ځکه اکثرو خلکو مهاجرتي کیسونه نه دي معلوم او دا دری کاله یې چې څه امکانات وو ټول ختم شول.»
پاکستاني چارواکو په څو نورو سیمو له هغې ډلې د خیبر په لنډي کوتل کې موقتي کمپ جوړ کړی او تمه کېږي چې له بیلابیلو سیمو افغان کارت لرونکي کډوال ورته راوستل شي څو بیا ډيپورټ شي.
د افغان تابعیت لرونکي کډوال وايي دوی له ټاکلې مودې سره سم له پاکستان نه شي وتلی.
له دې ډلې فردوس او عابد د ازادي راډيو مشال څانګې ته وویل:
فردوس: «زه د وچې ډوډۍ کار کوم. په کار دی چې موږ ته وخت راکړي داسې مستقیم ایستل ښه خبره نه ده. موږ دلته کار روزګار لرو سل مسلې دي. داسې یو دم چې موږ باسي ښه نه کوي. ماشومان او ښځې مو ټول خپه دي ځکه دلته ټول عادت شوي یو. اوس چې خپل وطن ته ځو نه کار شته نه روزګار شته.»
عابد: «دا پریشاني خو لرو ځکه دلته اکثر پیدا او لوی شوي دا خو وطن دی نو. دلته مو کورونه دي ژوند مو دی. افغانستان کې خو نه کورونه لرو نه دوستان او نه ملګري»
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په پای کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د یادو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.
حکومت وروسته خپل پلان اعلان کړ چې د مارچ له میاشتې وروسته به د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي افغانستان ته ستنوي او له دې پلانه نه تیریږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یو ان اچ سي ار د پاکستان څانګې د معلوماتو په اساس په پاکستان کې دمګړۍ څه باندې یو نیم میلیون افغانان د افغان تابعیت او پي او ار کارتونه لري.
له دې ډلې لږ تر لږه اته سوه زره افغانان چې د اې سي سي یا افغان تابعیت کارتونه لري د پاکستان د اوسني اقدام له مخې د ډيپورټ له خطر سره مخ دي.
د پي او ار په نوم کارتونو لرونکي افغانان بیا د جون تر دېرشمې هلته د پاتې کېدو اجازه لري.
په پاکستان کې د یو ان اچ سي ار استازې فېلېپا کاندلېر ویلي کډوال باید په داسې طریقه هېواد ته ستانه شي چې هلته په "دوامداره توګه" د ژوند کولو جوګه شي.
نوموړې د مارچ پر ۳۰مه د کوچني اختر په مناسبت په بیان کې ویلي چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه باید کښېني او "دا باوري کړي چې افغانان په خپله خوښه، خوندي" هېواد ته ستانه شي.
هغه وايي، د دایمي ستنېدو لپاره "په افغانستان کې سوله ییز او خوندي چاپېریال" اړین دی چې ورته په ستنېدو افغانان "د ځورونې یا توپیرپالنې وېره" و نه لري.
کاندلېر زیاته کړې چې له افغانستان سره باید د تعلیم، روغتیا او کاري فرصتونو د پیدا کولو په برخه کې مرسته او ملاتړ وشي چې "ستنېدونکي کډوال - په ځانګړي ډول ښځې او نجونې - له نورو چیلېنجونو سره له مخامخېدو" پرته په ټولنه کې "مدغم شي."
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغان کډوال افغانستان ته په زور استولي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو میاشتو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.