په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ یوې مشرې فوزیې بلوڅې ویلي دي د جلسې لپاره یې سوله ییز کیمپېن کاوه چې پولیسو شپې ناوخته ورباندې تشدد وکړ.
رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، پاکستان د افغانستان ټرانزټ تجارت درولی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان په بیان کې ویلي دي چې نوی کال په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره له وېرې او اندېښنو سره یوځای راغی ځکه چې پولیسو شپې مهال چاپې ووهلې، ځورونې یې پیل کړې او سلګونه افغانان یې په "ناقانونه ډول په حراست" کې ساتلي دي.
په هسپانيا کې د متحرکو پولو (واکېنګ بارډرز) په نوم د کډوالو د حقونو ناحکومتي سازمان مشرې هېلېنا ملينو د جنورۍ پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د جنورۍ پر ۱۵مه د ډوبې شوې کښتۍ سپرلیو ۱۳ ورځې په اوقیانوس سمندر کې "وکړېدې" خو څوک يې "ژغورلو" ته ورنغلل.
د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا د جنورۍ پر ۱۷مه سهار د پرېکړې د اورولو لپاره د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته ورغلی وو. خان په هغه زندان کې بندي دی. د اورېدنې پر مهال چارواکو د اډیالې زندان دننه او بهر سخت امنیتي تدابیر نیولي ول.
نور وښیئ