د جنورۍ پر دریمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې د پولیسو ایس ایس پي سمیر نور چنا وویل چې پلټنې یې ښيي چې ډېری کسانو د بې وزلۍ یا غربت له کبله ځان وژلي دي. د نوموړي په وینا، په دغو کسانو کې د زیاترو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي.
وزيراعظم په ډاگه كړه چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسلوال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
نوموړي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) تېر شوي حکومت ته په اشاره وویل "هغوی دې ترهګرو ته لاره ورکړې وه چې بیرته دلته راشي او اباد شي."
بیان زیاتوي چې د رحم لپاره په دایرو شویو اپیلونو کې ۴۸ درخواستونه د د بیا کتنې لپاره عدالت ته لېږدول شوي
د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت خالد خورشيد ته د امنيتي ځواکونو د ګواښلو په تور د ۳۴ کلونو د بند سزا او ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه واوروله او د هغه شناختي کارډ يې بند کړ.
د روسیې ټاس خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې، ماریا زخارووا له قوله راپور ورکړی چې هغې له دواړو غاړو غوښتنه کړې چې زغم وښيي او د اختلافاتو د هواري لپاره رغنده خبرې وکړي. نوموړې زیاته کړې چې په دې جګړو کې نه یوازې پوځیان بلکې ملکي خلک هم وژل کېږي.
د یادو ضلعو د پولیس چارواکو د دسمبر پر ۹مه د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې پر پوځي پوستو ځانمرګي برید او بیا له وسله والو سره د ډزو په نتیجه کې دا مرګ ژوبله شوې ده.
د خیبر پښتونخوا په باجوړ او بنو کې د پاکستانیو امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نور وښیئ