د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي واخان د "افغانستان برخه" ده


واخان د افغانستان یوه غرنۍ سیمه ده چې له تاجکستان، چین او د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستان سره پوله لري - پخوانی انځور.
واخان د افغانستان یوه غرنۍ سیمه ده چې له تاجکستان، چین او د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستان سره پوله لري - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د واخان (وخان) دهلېز په پاکستان د ورګډولو راپورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې هغه سیمه د "افغانستان برخه" ده.

د وزارت نوي ویاند شفقت علي خان د جنورۍ پر ۱۶مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل چې له وروستیو ګونګوسو او اوازو خبر دی خو واخان د افغانستان د خاورې برخه ده.

ده وویل، افغانستان د پاکستان ګاونډی هېواد دی او اسلام اباد یې "حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پېژني. سوال هم نه پیدا کېږي چې پاکستان دې د خپلو ګاونډیو لپاره دا ډول ارادې ولري."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې دا ډول ټولې اوازې ناسمې بولي.

واخان د افغانستان د شمال ختیز ولایت بدخشان یوه تنګه، نرۍ غرنۍ سیمه ده چې د چین تر شېنجیانګ (سېنکیانګ) سیمې غځېدلې او له تاجکستان او د پاکستان تر واک لاندې له ګلګت بلتستان سره پوله لري.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو داسې اوازې خپرې شوې چې پاکستان د واخان د نیولو پلان لري او یا هم هلته پوځي حضور لرل غواړي چې مستقیماً له تاجکستان سره پوله ولرلای شي.

XS
SM
MD
LG