د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو سازمانونو له حکومته غوښتي چې د بلوڅانو یووالي کمېټۍ فعالان دي خوشې کړي

تازه شو

پولیس په کراچۍ کې د بلوڅ یکجهتي کمېټې پلویان نیسي ـ د ۲۰۲۴ز کال د اګست دویمې انځور.
پولیس په کراچۍ کې د بلوڅ یکجهتي کمېټې پلویان نیسي ـ د ۲۰۲۴ز کال د اګست دویمې انځور.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن او د بخښنې نړیوال سازمان (ايمنسټي انټرنیشنل) پر حکومت غږ کړی چې په کراچۍ کې دې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ (بلوچ یکجهتي کمېټۍ) نیولي غړي خوشې کړي.

هغو ادارو د جنورۍ پر ۱۹مه، په جلا جلا خبرپاڼو کې وويل چې يوه ورځ مخکې د کراچۍ پولیسو نیولې ښځې خوشې کړي خو نهه نارینه یې لا هم په بند کې ساتلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان پر اېکس لیکلي دي چې د پاکستان امنيتي ادارو د "سوله ییزو" بلوڅو فعالانو "ځورول زیات" کړي چې بايد بس یې کړي.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د بلوڅانو د یووالي کمېټۍ غړو او پلویانو د جنورۍ پر ۱۸مه د جبري بې درکیو ښکار کسانو د موندلو لپاره مظاهره کوله چې پولیسو پرې تشدد وکړ او د سمي دين بلوڅ تر څنګ یې ځيني نور مشران ونيول.

د کراچۍ پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې ۲۵ مظاهرچيان یې د لاوډسپېکر د ناسمې کارونې د مخنیوي قانون له مخې نيولي دي.

د پولیسو یو افسر عارف عزیز مشال راډیو ته ویلي چې د ریاستي ادارو پر ضد د نعرو وهلو په تور مقدمه لیکي او د هغوی پرضد قانوني کارروایي کوي.

د کراچۍ پولیسو د بلوڅ یکجهتي کمېټۍ مشران او پلویان په داسې حال کې نیولي چې هغوی د جنورۍ پر ۲۵مه د بلوچستان په دالبندین کې د یوې لویې جلسې لپاره کیمپېن هم کاوه.

بلخوا د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ یوې مشرې فوزیې بلوڅې ویلي دي د هغې جلسې لپاره یې سوله ییز کیمپېن کاوه چې پولیسو شپې ناوخته ورباندې تشدد وکړ.

د هغې په خبره، پولیسو ځینې کسان خوشې کړي خو یوشمېر نور لا هم بندي دي.

فوزیه بلوڅه زیاتوي چې پولیس د کراچۍ په لیارۍ کې د بلوڅانو پر کورونو چاپې وهي، د کورنیو غړي ځوروي او ځینې یې له ځان سره تاڼو ته لېږدولي دي.

په تېرو وختونو کې هم د بلوڅ یکجهتۍ کمېټۍ پر غړو تشدد شوی او نیول شوي دي. د اکتوبر پر ۲۰مه، د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د احتجاج پر مهال پولیسو تر ۱۵ ډېر کسان نیولي ول.

دا راز د ۲۰۲۲ز کال د اګست پر دویمه پولیسو د کراچۍ له ارټس کونسله تر پرېس کلبه د لاریون پر مهال تر ۴۰ زیات کسان نیولي ول.

بلوڅ یکجهتۍ کمېټي وخت په وخت په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د جبري لادرکيو او ماورای عدالت وژنو پر ضد احتجاجونه کوي.

XS
SM
MD
LG