د لاسرسي ځای

تازه خبر

القادر ټرسټ قضیه: احتساب عدالت عمران خان ته د ۱۴ او بشرا بي بي ته د ۷ کلونو بند سزا اورولې


عمران خان او د هغه مېرمن د تېر کال په فېبرورۍ کې په قضیه کې تورن شوي ول ـ پخوانی انځور.
عمران خان او د هغه مېرمن د تېر کال په فېبرورۍ کې په قضیه کې تورن شوي ول ـ پخوانی انځور.

په اسلام اباد کې د احتساب د ملي ادارې (نیب) یو عدالت د القادر ټرسټ په قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) بنسټګر او پخواني وزیراعظم عمران خان ته د ۱۴ او د هغه ښځې بشرا بي بي ته د اووه کلونو بند سزا اورولې ده.

د احتساب عدالت قاضي ناصر جاوېد رانا د جنورۍ پر ۱۷مه سهار د پرېکړې د اورولو لپاره د راولپېنډۍ اډیالې زندان ته ورغلی وو. خان په هغه زندان کې بندي دی.

د اورېدنې پر مهال چارواکو د اډیالې زندان دننه او بهر سخت امنیتي تدابیر نیولي ول.

عدالت عمران خان ته د ۱،۰۰۰،۰۰۰ او بشرا بي بي ته د ۵۰۰،۰۰۰ روپیو جرمانه هم واوروله.

پولیسو د پرېکړې تر اعلان وروسته بشرا بي بي بیا ګرفتاره کړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مخکښ مشر سلمان اکرم راجا ویلي دي چې د عدالتي پرېکړې پرضد په اعلا عدالت کې غوښتنلیک دایروي.

القادر ټرسټ قضیې پرېکړه: د عمران خان پلویان او مخالفان د اډیالې زندان مخې ته جمع شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

عمران خان او د هغه مېرمن د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر ۲۷مه نېټه په قضیه کې رسماً تورن شوي ول. په هغه قضیه کې په تېر یو کال کې تر ۱۰۰ زیاتې اورېدنې وشوې.

عدالت د مقدمې پرېکړه د ۲۰۲۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۸مه خوندي کړې وه او د اورولو لپاره یې څو څو وارې تاریخونه بدل کړل.

ټاکل شوې وه چې عدالت د جنورۍ پر ۱۳مه د قضیې پرېکړه اورولې وای، خو د خان او بي بي د نه حاضرېدو له وجې یې په درېیم ځل وځنډوله.

پر عمران خان او د هغه پر ښځې تور دی چې د جایدادونو له کاروباري او د بحریه ټاون په نوم د یو شخصي وړوکي ښار له مالک ملک ریاض څخه یې د ۵۰ اربه روپیو قانوني کولو لپاره د اربونو روپیو ارزښت لرونکې سلګونه کناله ځمکه ده.

په قضیه کې ویل شوي دي چې د ملک ریاض ۱۹۰ مېلیونه پاونډه په برېتانیا کې د تورو پیسو په نوم کنګل شوې وې او پاکستان ته لېږدولل شوې وې. هغه وخت په پاکستان کې د تحریک انصاف حکومت وو او عمران خان د ملک لومړی وزیر وو.

قضیه وايي چې هغه د کابینې په یوه غونډه کې پرېکړه وکړه چې هغه پیسې دې د دولتي خزانې پر ځای د سپریم کورټ له خوا پر ملک ریاض د لګېدلې جرمانې په ترڅ کې جمع شي، او په بدل کې یې د خپل خیراتي بنسټ "القادر ټرسټ" لپاره ۲۴۰ کناله ځمکه ترلاسه کړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په قضیه کې نیول شوی وو، خو سپريم کورټ یې ګرفتاري غیر قانوني ګرځولې وه او هغه یې خوشې کړی وو.

خان وروسته د همهغه کال په اګست کې د درغليو په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپېنډۍ په اډيالې زندان کې بندي دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې عدالتونو د خوشې کولو امر کړی دی.

عمران خان، بشرا بي بي او تحریک انصاف پرهغوی لګېدلي تورونه ردوي او وايي چې پرضد یې دایرې شوې ټولې قضيې سياسي دي.

بشرا بي بي د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر ۲۴مه، تر شاوخوا نهه میاشتې بند تېرولو وروسته له اډیالې زندانه خوشې شوې وه. اسلام اباد های کورټ تر هغې یو ورځ وړاندې د توشه خانې په مقدمه کې د هغې د خوشې کولو امر کړی وو.

XS
SM
MD
LG