د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان وايي مراکش کې یې د کښتۍ اوښتو پېښه کې د ژغورل شویو لپاره د بیړنیو خدماتو څانګه جوړه کړې


د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې د هسپانیې ساحل پر لوري روانه ده - پخوانی انځو.
د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې د هسپانیې ساحل پر لوري روانه ده - پخوانی انځو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د مراکش (المغرب) د بندري ښار داخله له ساحل سره نېږدې د کډوالو له کښتۍ یې د ژغورل شویو ۲۱ وګړو د مرستې لپاره په رباط کې په خپل سفارت کې د بیړنیو خدماتو یوه څانګه جوړه کړې ده.

له افريقايي هېواد مورېتانيې څخه د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې هغې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.

په هسپانيا کې د متحرکو پولو (واکېنګ بارډرز) په نوم د کډوالو د حقونو ناحکومتي سازمان مشرې هېلېنا ملينو د جنورۍ پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې د کښتۍ اوښتل تایید کړي ول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۹مه په بیان کې د ژغورل شویو نومونه خپاره کړي دي.

په همدې حال کې په مراکش کې د پاکستان سفارت خپلو وګړو ته د بیړنۍ مرستې ترلاسه کولو لپاره ټېلېفوني شمېرې اعلان کړي دي.

د واکېنګ بارډرز سازمان مشرې هېلېنا ملینو ویلي دي چې په کښتۍ کې ۸۶ تنه سپاره ول چې ۳۶ یې وژغورل شول.

هغې ویلي دي چې د ډوبې شوې کښتۍ سپرلۍ ۱۳ ورځې په اوقیانوس سمندر کې "وکړېدې" خو څوک يې "ژغورلو" ته ورنغلل.

رسنۍ وايي، هغه کډوال په اروپا کې د پناه غوښتنې لپاره روان ول چې د پېښې ښکار شول.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویلي دي چې ټول وژل شوي پاکستانیان د پنجاب اوسېدونکي ول چې د جنورۍ پر دویمه یې په سمندر کې خپل سفر پیل کړی وو.

رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.

د دې ترڅنګ په سمندر کې له ورکو کسانو سره د تماس برابرولو ناحکومتي سازمان - الارم فون - هم ويلي دي چې د جنورۍ پر ۱۲مه یې د هسپانيې چارواکو ته د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو.

په يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانيانو پر کورنيوو ماتم دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ډېری کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره د اوبو له لارې يونان او اېټالیا ته ځي چې وخت په وخت په لاره کې د کښتيو ډوبېدو پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د واکېنګ بارډرز په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې يوازې هسپانيې ته په اوښتونکو کسانو کې يې ۱۰،۴۵۷ تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د پاکستان حکومت لا تراوسه په هغه کښتۍ کې د مړو شويو پاکستانيانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ولسمشر اصف علي زدراري او وزيراعظم شهباز شريف پر پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده او له اړونده چارواکو څخه يې په اړه د پلټنو کولو او په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو پرضد د کاروايي امر کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي ول چې مراکشیو چارواکو د پاکستانیانو په ګډون یوشمېر کسان ژغورلي او په بندري ښار داخله کې یې په کیمپ کې ساتلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د یونان په ګافدوس ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې پینځه پاکستانیان ووژل شول او ۴۷ نور ژغورل شوي ول.

له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.

XS
SM
MD
LG