تر دې مخکې، د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې وه چې په اسلام اباد کې نیول شوي افغان کډوال دې پرته له شرطه خوشې کړل شي او د دوی بندي کول دې پای ته ورسول شي.
د طالبانو سفارت زياته کړې ده چې په اسلام اباد کې د افغانانو د استوګنې لپاره د اجازتنامې د پروسې په اړه د وضاحت نشتوالی د "خپلسري توقیف او اخراج" د ستونزمنو پیښو لامل شوی دی.
د جنورۍ پر دریمه له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیمې د پولیسو ایس ایس پي سمیر نور چنا وویل چې پلټنې یې ښيي چې ډېری کسانو د بې وزلۍ یا غربت له کبله ځان وژلي دي. د نوموړي په وینا، په دغو کسانو کې د زیاترو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي.
وزيراعظم په ډاگه كړه چې حكومت په دې خبر دی چې په پاکستان او په ځانګړې توګه په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې کوم وسلوال امنيت خرابوي او هغوی د کومو هېوادونو ملاتړ لري.
نوموړي د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) تېر شوي حکومت ته په اشاره وویل "هغوی دې ترهګرو ته لاره ورکړې وه چې بیرته دلته راشي او اباد شي."
بیان زیاتوي چې د رحم لپاره په دایرو شویو اپیلونو کې ۴۸ درخواستونه د د بیا کتنې لپاره عدالت ته لېږدول شوي
د ډېسېمبر پر ۳۱مه، په ګلګت بلتستان کې د ترهګرۍ ضد يو عدالت خالد خورشيد ته د امنيتي ځواکونو د ګواښلو په تور د ۳۴ کلونو د بند سزا او ۶۰۰،۰۰۰ روپۍ جرمانه واوروله او د هغه شناختي کارډ يې بند کړ.
نور وښیئ