د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې ژر تر ژره ټول نیولي افغانان خوشې کړي


په پاکستان کې پولیسو یوشمېر افغانان تر نیولو وروسته په بس کې کښېنولي دي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې پولیسو یوشمېر افغانان تر نیولو وروسته په بس کې کښېنولي دي - پخوانی انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) د پاکستان له حکومته غوښتي دي چې سمدستي دې ټول نیولي افغان کډوال خوشې کړي او هغه پرېکړه دې بېرته واخلي چې پر اساس یې په پلازمېنه اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره له افغانانو اجازتنامه غوښتل کېږي.

د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د جنورۍ پر ۱۷مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې ویلي دي چې دا ډول اقدامات له خطر سره مخامخ کسان له نورې سرخوږۍ سره مخامخوي.

د بخښنې نړیوال سازمان په بیان کې ویلي دي چې نوی کال په اسلام اباد کې د افغانانو لپاره له وېرې او اندېښنو سره یوځای راغی ځکه چې پولیسو شپې مهال چاپې ووهلې، ځورونې یې پیل کړې او سلګونه افغانان یې په "ناقانونه ډول په حراست" کې ساتلي دي.

د پاکستان حکومت لا د ایمنسټي انټرنیشنل د بیان په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي چې چارواکو د روان کال له پیل راهیسې په هغه ښار کې شاوخوا ۸۰۰ افغانان نیولي دي.

د اسلام اباد انتظامیې ویلي دي چې یوازې بې اسناده افغانان نیسي او هېواد ته یې لېږدوي. خو یوشمېر افغانانو مشال راډیو ته ویلي دي چې پولیسو هغه کسان هم نیولي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

د اسلام اباد د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) دفتر د جنورۍ پر اوومه په بیان کې ویلي ول چې د ۲۰۲۵ز کال په لومړۍ اونۍ کې یې له پلازمېنې "۱۸۳ ناقانونه بهرنیان" ایستلي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم په اسلام اباد کې د افغانانو پر ډله ییزو ګرفتاریو اندېښنه ښوولې وه.

د اسلام اباد او راولپېنډۍ د پولیسو مشرانو د ۲۰۲۴ز کال د نومبر پر ۲۶مه وويل چې د پاکستان تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره يې په اسلام اباد کې د همهغې ورځې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر ۱،۱۵۰ زیات کسان نیولي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر هم هغه ورځ وویل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري.

تر اوسه د پاکستان حکومت د هغې اجازتنامې د بهیر په اړه تفصيل نه دی شريک کړی او د اسلام اباد د پوليسو وياند شريف الله خان هم ويلي دي چې تر اوسه افغانانو ته په پلازمېنه کې د استوګنې د اجازتنامې ورکولو پروسه نه ده پيل شوې.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی چې د حکومت په وينا له ۸۰۰،۰۰۰ زيات افغانان يې خپل هېواد ته ستانه کړي دي. د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم لکونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG