رويټرز خبري اژانس وايي، له افريقايي هېواد مورېتانيې څخه د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي دي.
په هسپانيا کې د متحرکو پولو (واکېنګ بارډرز) په نوم د کډوالو د حقونو ناحکومتي سازمان مشرې هېلېنا ملينو د جنورۍ پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بيان کې پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې د جنورۍ پر ۱۵مه د ډوبې شوې کښتۍ سپرلیو ۱۳ ورځې په اوقیانوس سمندر کې "وکړېدې" خو څوک يې "ژغورلو" ته ورنغلل.
رويټرز اژانس د واکېنګ بارډرز سازمان له خولې وايي چې د جنورۍ پر دويمه له مورېتانيې څخه په روانه شوې هغه کښتۍ کې ټول ۸۶ کسان سپاره ول. اژانس وايي، د مراکش (المغرب) چارواکو د ۲۲ پاکستانيانو په ګډون ۳۶ تنه ژغورلي دي.
سازمان زياتوي چې شپږ ورځې مخکې یې لا د هغې کښتۍ د ورکېدو په اړه د ټولو ښکېلو هېوادونو چارواکي خبر کړي ول.
د دې ترڅنګ په سمندر کې له ورکو کسانو سره د تماس برابرولو ناحکومتي سازمان - الارم فون - هم ويلي دي چې د جنورۍ پر ۱۲مه یې د هسپانيې چارواکو ته د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو.
د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ډېری کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره د اوبو له لارې يونان او اېټالیا ته ځي چې وخت په وخت په لاره کې د کښتيو ډوبېدو پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.
د واکېنګ بارډرز په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې يوازې هسپانيې ته په اوښتونکو کسانو کې يې ۱۰،۴۵۷ تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.
د پاکستان حکومت لا تراوسه په هغه کښتۍ کې د مړو شويو پاکستانيانو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ولسمشر اصف علي زدراري او وزيراعظم شهباز شريف پر پېښه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده او له اړونده چارواکو څخه يې په اړه د پلټنو کولو او په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو پرضد د کاروايي امر کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې مراکشیو چارواکو د پاکستانیانو په ګډون یوشمېر کسان ژغورلي او په بندري ښار داخله کې یې په کیمپ کې ساتلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د یونان په ګافدوس ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې پینځه پاکستانیان ووژل شول او ۴۷ نور ژغورل شوي ول.
له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.
د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.