د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشران وايي، د روان مالي کال په لومړیو ۵ میاشتو کې د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ په درامداتو کې ۷۹ فيصده کمی راغلی دی.
د یادې ادارې "پاک افغان جواینټ چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري" مشر جنید اسماعیل ماکډا د جنورۍ پر ۱۷ مه مشال راډيو ته وويل، پاکستان د افغانستان ټرانزټ تجارت درولی دی.
ده وویل، " موږ چې افغانستان ته کومې سودګانې ليږلې هغه راکمي شوې دي ، د افغانستان له لارې منځنۍ اسيا ته سوداګرۍ اغيزمنه شوې ده."
نوموړي وویل، دا ځکه چې پاکستان د افغان ټرانزیټ سوداګرۍ پر ځینې شيانو بنديزونه او پر کڼو ېي ټيکسونه لګولي دي.
ده وویل چې د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه تر نومبر پورې د تېر کال په پرتله په افغان ټرانزیټ سوداګرۍ کې ۷۹ سلنه کموالی راغلي دی.
د جنېد اسماعيل مکډا په وينا که د پاکستان حکومت د افغان ټرانزټ سوداګرۍ لپاره خپلې سختې پالیسۍ په ځای وساتي نو پاتې ۲۰ فیصده افغان ټرانزیټ سوداګري به هم ودرول شي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په وړاندې پرتې ستونزې او خنډونه د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر ته وړاندې کړې دي او هغوی یې د هواري ډاډ ورکړی دی.
بلخوا په پېښور کې د سرحد چېمبر په کامرس اينډ انډسټري مرستيال مشر او د پاکستان افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې پخوانی مشر شاهد حسين مشال راډيو ته وويل چې د زياتو ټيکسونو او لګښت له کبله اوس افغان ټرانزيټ سوداګرۍ د ايران له چابهار او نورو بندرونو کيږي.
د نوموړي په وينا د زياتو ټېکسونو او لګښت له کبله سوداګرو ته د پاکستان له لارې افغان ټرانزيټ سوداګرۍ په ګټه نه پروځي او له وخت سره دا ستونزه لا زياتيږي.
شاهد حسين زياتوي چې پر افغان ټرنزيټ سوداګرۍ د بنديز او کموالي له کبله په پاکستان کې شاوخوا ۵۰ زره کورنۍ هم بې روزګاره شوې دي.
د نوموړي په وينا، داهغه کورنۍ دي چې په کراچۍ بندر، چمن ، تورخم او پرغلام خان بندر له افغان ټرانزيټ سوداګرۍ سره په کارونو بوخت وو.
په کراچۍ کې اقتصادپوه خبريال وکيل الرحمن وايي افغانستان ته د پاکستان له لارې سوداګرۍ ارزانه پروځي او افغانستان چې د منځنۍ اسيا او نورو هيوادونو له لارو کومې سوداګانې راځي پر هغې لګښت زيات راځي نو اثر يي د افغانستان پر ولس د ګرانۍ په صورت کې راځي.
د نوموړي په وينا افغان ټرانزيټ سوداګرۍ له راکمېدو سره له پاکستانه منځنۍ اسيا ته د سودګانو بهير راکم شوی دی او دا ځکه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزيټ سودګرۍ په اړه ښکاره پاليسي نشته.
افغانستان او پاکستان په ۱۹۶۵ز کال کې د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې ټي ټي اې) لاسلیک کړی وو چې افغانستان ته یې د پاکستاني بندرونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي اجازه ورکړې وه.
په ۲۰۱۰ز کال کې، د افغانستان-پاکستان ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې پي پي ټي اې) لاسلیک شو چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمينځ سوداګریزې اړیکې پراخول او اسانتیاوې برابرول وو.