طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په کورمه کې د ناامنۍ له وجې سوداګریز ګاډي نشي کولای چې له ټل څخه پاراچنار ته انفرادي سفر وکړي.
د جرګې غړي رضا حسین مشال راډیو ته وویل چې په اسلام اباد کې د فبرورۍ دویمې په ناسته کې د دواړو خواوو ۱۴،۱۴ مشران ګډون کوي.
دوی دا غوښتنه د فبرورۍ پر درېیمه په پېښور کې د يوې جرګې پر مهال کړې ده.
د کورمې مرستیال کمشنر افراسیاب زبیر د جنورۍ پر ۲۴مه رسنیو ته وویل چې دا د ګاډو پنځم کاروان وو چې د حکومت په منځګړتوب تر اوربند وروسته پاړه چینار ته رسیدلی دی.
د پاړه چینار اوسېدونکي ارشاد حسين د جنورۍ پر ۲۲مه مشال راډيو ته وویل چې په قافله کې تر ۶۰ زيات واړه او لوی ګاډي شامل ول چې هغې سیمې ته یې خوراکي مواد، درمل، ګيس او نور اړین شیان رسولي دي.
د پاړه چینار یو ولسي مشر لایق حسین د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې هغه ښار ته تلونکې لارې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې تړلې دي چې له کبله یې هلته د خوړو، دواګانو، تېلو او د ورځنۍ اړتیا نورو شیانو زښت کمښت پیدا شوی دی.
د کورمې د پوليسو يوه چارواکي، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په عملیاتو کې پوځ او سرحدي ځواکونو بګن بازار، ژړینې، سره غوړګۍ او شاوخوا سيمې نيولې دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط او یو ځايي مشر اقبال بادشاه مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه امنیتي سرتېري په بکتربند ګاډو او ټانکونو کې سیمې ته ورسېدل.
د کورمې یو شمېر سني مشرانو بیا د ممکنه پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
د کواټ ډېوېژن یو لوړپوړي انتظامي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د جنورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې پر قافلې په برید کې دوه امنیتي سرتېري ووژل او پینځه ژوبل شول. دی وايي، په حمله کې دوه ډرېوران هم ووژل شول او وسلوالو څلور ډرېوران له ځانه سره یوړل چې وروسته یې وژلي دي.
د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې هغه قافله د جنورۍ پر ۱۶مه له ټله د پاړه چینار پر لوري روانه وه چې په بګن کې ورباندې حمله وشوه.
په سده کې د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي مشال راډیو ته وویل چې حکومت د جنورۍ پر ۱۲مه د مورچو ړنګولو په اړه مشورې لپاره غوښتي ول، خو وروسته ورته وویل چې نه دی ورځي.
احتجاجیانو د جنورۍ پر اوومه د ښار مرکزي څلور لارې ته تر ورغونډېدو وروسته تر څو ساعتونو پورې لاره تړلې وه او د سدې بازار يې تړلی وو.
د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف د جنورۍ پر پنځمه پر ایکس پاڼه لیکلي چې د مرستو په سامانونو بار د ټرکونو دا کاروان یې اوسمهال د امنیتي اندېښنو له کبله ایسار کړی دی او چې زمینه برابره شي نو به یې لېږي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر دریمه د ضلعې انتظامي مشر یا مرستیال کمشنر جاوید الله محسود په بګن کې د روان پرلت ختمولو ته ورغلی وو او دې مهال ډزې شوې دي.
نوموړي زياته کړه چې د جرګې د ټولو مشرانو لخوا د سولې پر لوظنامه تر لاسليک وروسته به په لومړي سر کې بندې لارې پرانيستل کېږي او د هغوی ساتنه به د حکومت په ذمه وي.
نور وښیئ