د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د علیزیو شیعه ګانو او د بګن سنیانو ۸ میاشتنی اوربند کړی دی


په سده کې د کورمې د علیزیو او بګن مشران د جرګې پر مهال - د مارچ ۲۹مې انځور.
په سده کې د کورمې د علیزیو او بګن مشران د جرګې پر مهال - د مارچ ۲۹مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د علیزیو شیعه ګانو او بګن سنیانو اته میاشتنی اوربند کړی دی.

د پیر قیوم سیمې ولسي مشر حکمت خان حکمتیار د مارچ پر ۲۹مه په سده کې د دواړو خواوو ترمینځ تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل چې شیعه ګان او سنیان سلا شول چې د اوربند پر مهال به په ټوله ضلع کې د امنیت بحالۍ هڅې کوي.

دی وايي، جرګه د ضلعي او امنیتي چارواکو په هڅو او مینځګړتوب شوې او د اوربند او سولې په موافقه کې راغلي چې حکومت به نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې له اغېزمنو سره مرسته کوي.

د حکمتیار په خبره، په موافقه کې راغلي چې حکومت به په وروستیو کې د مشکوکو وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال نیول شوي "ټول بېګناه" خلک خوشې کوي او په کورمه کې له شپږو میاشتو راهیسې تړلې ټولې لارې به بیا پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د کورمې په پاړه چینار کې ځايي خلکو د ټل او پاړه چینار د مرکزي سړک بندېدو پر ضد احتجاج وکړ.

په همدې حال کې د کوزې کورمې په اوچت، مندوریو، څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، ډډ کمر او بګن کې د مارچ له ۲۱مې راهیسې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.

په کورمه کې تېر کال پر مال او مساپر لېږدوونکو ګاډو تر وسلوالو حملو او بیا په سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي د پېښو له وجې امنیتي وضعیت خراب دی.

البته د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې په کواټ کې د حکومتي جرګې په مرسته د دواړو خواوو ترمینځ پر اوربند سربېره لارې تړلې پرتې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

په کورمه کې د لارو پرانیستو پر وړاندې یو خنډ په مندوریو او بګن کې له درو میاشتو راهیسې د وتېزیو قبیلې احتجاجي پرلت دی.

احتجاجیان غوښتنه کوي چې حکومت دې له ټولې سیمې وسله ټوله کړي، مورچې دې ړنګې کړي، د ناقانونه ډلو پرضد دې بې له توپیره کاروايي وکړي او په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان دې ورکړي.

د کورمې پولیس او انتظامي چارواکي وايي چې حکومتد امنیت په موخه پر سړکونو "څارګرې کیمرې" لګوي او د سرتېرو یو "ځانګړی ځواک" هم جوړوي.

چارواکي دارازا وايي، حکومت په جنورۍ کې د سولې تړون له مخې له ټولې سیمې د وسلو ټولولو، مورچو ړنګولو او د بګن زیانګالو ته تاوان ورکولو ته ژمن دی او د دې لپاره یې پیسې هم منظورې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل.

خو د کواټ (کوهاټ) ډېوېژن انتظامي مشر معتصم بالله شاه وايي، عملیات د سیمې د اوسېدونکو پرضد نه بلکې د وسلوالو پر وړاندې دي او د کورمې د امنیت لپاره اړین دي.

د کورمې ځايي چارواکو د مارچ پر ۱۷مه د هغو پینځو سیمو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو چې له وجې یې سلګونه کورنۍ د کورمې او ټل مختلفو سیمو ته ورغلې.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، حکومت د کورمې له بېلا بېلو برخو څخه د بې کوره شویو خلکو د استوګنې لپاره په ټل او هنګو کې کیمپونه جوړ کړي دي او تر ۱،۰۰۰ پورې کورنیو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

د وتېزیو قبیله دعوه کوي چې امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د ولسي وګړو تر ۳۰ زیات کورونه او دوکانونه ړنګ کړي دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.


  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG