د خیبر پښتونخوا په منځنۍ کورمه کې پر ابادۍ د توپ ګولۍ لګېدو له امله څلور کسان وژل شوي دي.
ځايي اوسېدونکی او فعال پټان عبدالخالق مشال راډيو ته وویل چې دا پېښه د جون پر ۲۱مه مازیګر مهال شوې ده.
ده وویل، پر تور غر علاقه د توپ ګولۍ راغورځېدلې دي چې د هغې له وجې نه يوازې ځاني زیان اوښتی بلکې د خلکو کورونو او د جماعت ودانۍ هم زیانمنه شوې ده.
پټان وايي، "په علاقه کې يوه ګوله پر ماشومانو هغه وخت راپرېوتې چې لوبې يې کولې او له ۱۵ څخه تر ۲۴ کاله عمر لرونکي څلور هلکان پکې وژل شوي دي."
بلخوا د سيمې پوليسو هم د دې پېښې پخلی کړی دی او ويلي یې دي چې څلور کسان د توپ په ګولۍ د لګېدلو له کبله وژل شوي دي.
په ياد سيمه کې د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، "دا نه ده معلومه چې ګولۍ له کم ځایه پر علاقې ورغلې دي خو دا ده چې کېدای شي، په غرونو کې موجود پر وسله والو د امنيتي سرتيرو لخوا ويشتل شوي ګولۍ پر عامه ابادي ورغلې وي."
نوموړي وویل چې دوی د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.
د پوځ یا هم د حکومتي چارواکو له خوا تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه دریځ مخې ته نه دی راغلی.
په منځنۍ کورمه کې له څه مودې راهيسې امنیتي حالت خراب دی او ځايي خلک وايي چې هلته بیا وسله وال ورغلي دي.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر قبایلي ضلعو په ځانګړې توګه جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، خیبر او کورمه کې په وار وار د ډرون په بریدونو او پر عام ولس د مارټر کولیو لګېدو مرګژوبلې اړولې دي.
ځايي ولسونو د داسې پېښو پرضد احتجاجونه هم کړي خو د دوی په وینا، حکومت ورته د داسې پېښو بیا نه تکرارېدو ډاډ ورکړي خو پېښې درېدلې نه دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او امنیتي چارواکي وايي چې دوی په سیمه کې د امن پر ځای ساتلو ته د وسله والو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او پوره هڅه کوي چې عام ولس ته پکې زیان ونه رسېږېي.