د کورمې په پاړه چینار کې ځايي خلکو له شپږو میاشتو راهیسې د ټل او پاړه چینار د مرکزي سړک بندېدو پر ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.
د ښاخ دولتخېلو لایق حسین د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، تر هغو چې حکومت لارې خوندي کړې او د تګ راتګ لپاره یې بشپړې خلاصې نه کړي، د خبریالانو مرکز مخې ته پر سړک پرلت ته دوام ورکوي.
دا احتجاجي ناسته پر داسې مهال روانه ده چې د کوزې کورمې په اوچت، مندوریو، څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي)، ډډ کمر او بګن کې د مارچ له ۲۱مې راهیسې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات روان دي.
په کورمه کې تېر کال پر مال او مساپر لېږدوونکو ګاډو تر وسلوالو حملو او بیا په سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي د پېښو له وجې امنیتي وضعیت خراب دی. البته د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې په کواټ کې د حکومتي جرګې په مرسته د دواړو خواوو ترمینځ پر اوربند سربېره لارې تړلې پرتې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.
د پاړه چینار یو ولسي مشر ملک زرتاج حسین د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت په قافلو کې سیمې ته د خوراک څښاک او ورځني استعمال شیان لېږدوي خو په دې یې ضرورت نه پوره کېږي.
په کورمه کې د لارو پرانیستو پر وړاندې یو خنډ په مندوریو او بګن کې له درو میاشتو راهیسې د وتېزیو قبیلې احتجاجي پرلت دی.
احتجاجیان غوښتنه کوي چې حکومت دې له ټولې سیمې وسله ټوله کړي، مورچې دې ړنګې کړي، د ناقانونه ډلو پرضد دې بې له توپیره کاروايي وکړي او په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان دې ورکړي.
د وتېزیو قبیلې یو ځايي مشر خیالي رحمان اورکزي د مارچ پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې دوه ورځې مخکې ورسره امنیتي چارواکو په مذاکراتو کې ټولې غوښتنې ومنلې خو تر هغو یې چې عملي کړې نه وي، احتجاج نه ختموي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې حکومت د لارو خوندیتوب لپاره نه یوازې "څارګرې کیمرې" لګوي بلکې د سرتېرو یو "ځانګړی ځواک" هم جوړوي.
دی وايي، حکومت پرېکړه کړې ده چې که پر مساپر لېږدوونکو ګاډو حمله وشوه نو د وسلوالو پرضد به "سخته کاروايي" کوي چې یوه بېلګه یې د وتېزیو په سیمه کې روان عملیات دي.
هغه چارواکی وايي، په سیمه کې امنیتي وضع لا ډاډمنه نه ده نو لا د ټل – پاړه چینار لارې د پرانیستو امکان نه شته، خو حکومت د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې سیمې ته مال لېږدولو او د مساپرو د تګ راتګ پلان لري.
دی زیاتوي چې حکومت په جنورۍ کې د سولې تړون له مخې له ټولې سیمې د وسلو ټولولو، مورچو ړنګولو او د بګن زیانګالو ته تاوان ورکولو ته ژمن دی او د دې لپاره یې پیسې هم منظورې کړې دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل.
خو د کواټ (کوهاټ) ډېوېژن انتظامي مشر معتصم بالله شاه وايي، عملیات د سیمې د اوسېدونکو پرضد نه بلکې د وسلوالو پر وړاندې دي او د کورمې د امنیت لپاره اړین دي.
د کورمې ځايي چارواکو د مارچ پر ۱۷مه د هغو پینځو سیمو اوسېدونکو ته د کورونو پرېښودو امر کړی وو چې له وجې یې سلګونه کورنۍ د کورمې او ټل مختلفو سیمو ته ورغلې.
د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (پي ډي اېم اې) وايي، حکومت د کورمې له بېلا بېلو برخو څخه د بې کوره شویو خلکو د استوګنې لپاره په ټل او هنګو کې کیمپونه جوړ کړي دي او تر ۱،۰۰۰ پورې کورنیو ته یې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د وتېزیو قبیله دعوه کوي چې امنیتي ځواکونو په روانو عملیاتو کې د ولسي وګړو تر ۳۰ زیات کورونه او دوکانونه ړنګ کړي دي.
تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول او له وجې یې د سیمې لسګونه کورنیو کډې کړې دي.
د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.