د افغانستان او پاکستان ترمينځ پر ډيورنډ کرښه، پکتيا ته تللې د خرلڅیو لاره له اووه میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا د تجارت لپاره پرانیستل شوې ده.
د خرلڅیو د سوداګرو د ټولنې مشر سید مبین حسېن د مې پر نهمه مشال راډیو ته وویل چې د مې له اتمې نېټې راهیسې د پاکستان له لوري افغانستان ته د سبزیو او نورو ګاډو ورتګ پیل شوی دی.
پاکستان په کورمه کې د ۲۰۲۴ز کال په سېپټېمبر کې د فرقه یيزو نښتو تر شروع کېدلو وروسته د خرلڅیو - پکتیا لاره تړلې وه. د خرلڅیو ټرمینل ته له نورو ضلعو څخه تجارتي مالونه په غټو ګاډو کې پر ټل ـ پاړه چینار مرکزي لارې وړل کېږي خو چې په ۲۰۲۴ز کال کې حالات خراب شول نو د سیمې د تګ راتګ لارو له تړل کېدو سره هلته روان تجارت ودرېد.
د کورمې ځینو سوداګرو د مې پر نهمه له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د خرلڅیو لارې پر بيا پرانیستو خوښي ښکاره کړه او د دواړو خواوو له حکومتونو یې وغوښتل چې لارې دې پرانیستې وساتي ځکه چې له دې سره د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پرتو خلکو روزګار تړلی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمينځ پر ډيورنډ کرښه، پکتيا ته تللې د خرلڅیو لاره په داسې مهال پرانیستل شوې ده چې د مې پر څلورمه د کورمې تاجرانو غوښتنه کړې وه چې یاده لاره دې ژر تر ژره پرانیستل شي.
د خیبر پښتونخوا انتظامي مشر (چیف سېکرټري) شهاب علي شاه د مې پر درېيمه کورمې ته د خپلې دورې پر مهال هلته د ځايي مشرانو غونډی ته ويلي ول چې حکومت پلان لري چې ژر تر ژره د خرلڅیو ـ پکتیا لاره خلاصه کړي.
په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول پیل کړل. هغه مهال پاکستانیو چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.
د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې کړی وو چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمینځ اړيکې ترینګلې شوې وې، خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ.
د پاکستان او افغانستان ترمينځ ۲۸ لارې موجودې دي چې پر ډېرو یې سوداګري اوس بنده شوې ده.
تورخم او چمن تر ټولو لويې تجارتي لارې دي چې پاکستان د وېزې او پاسپورټ شرط ورباندې عملي کړی دی. له دې امله خلکو په بيا بيا مظاهرې کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د سوداګرۍ ډېرولو لپاره دې د پاسپورټ او وېزې شرط ختم کړل شي خو د پاکستان حکومت تر اوسه دا غوښتنه نه ده منلې او وايي د اسنادو درلودل د امنيت لپاره ضروري دي.