د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې کندې ته د ګاډي پرېوتو پېښه کې ۷ تنه وژل شوي او ۶ ژوبل دي


په کوهستان کې مرستندویه کارکوونکي او ځايي خلک د ټرافیکي پېښې ښکار شوی کس امبولانس ته انتقالوي - د مې لومړۍ نېټې انځور.
په کوهستان کې مرستندویه کارکوونکي او ځايي خلک د ټرافیکي پېښې ښکار شوی کس امبولانس ته انتقالوي - د مې لومړۍ نېټې انځور.

د خیبر پښتونخوا په منځنۍ کورمه کې ټرافیکي پېښې اووه تنه وژلي او شپږ یې ژوبل کړي دي.

د سدې روغتون مشر ډاکتر محمد انور مشال راډیو ته وویل چې یو مساپر لېږدوونکی پېک اپ ګاډی د جولای پر ۱۱مه له پاړه څمکنیو څخه د سدې پر لوري روان وو چې ژورې کندې ته پرېوت.

دی وايي، په ګاډي کې ۱۳ تنه سپاره ول چې ورڅخه یې اووه پر هم هغه ځای وژل شوي او په ژوبلو کې د دوو تنو روغتیايي حالت ښه نه وو نو تر ابتدايي طبي مرستې وروسته یې پېښور ته لېږدولي.

انور زیاتوي چې له لومړنیو معلوماتو ښکاري چې دا پېښه د سړک خرابوالي له وجې شوې ده.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او د هغوی د سمې روزنې نه کېدو او پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي.

د دې ترڅنګ په ځینو وړو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ټرافیک کنټرول نظام کمزوری دی چې د حادثو مخه نیول ګرانوي. داراز، په ګاډو کې له اندازې زیات بار لېږدول یې هم کله نا کله توازن خرابوي او د پېښو ښکار کېږي.

د همدې له کبله په خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو برخو کې وخت په وخت ټرافیکي پېښې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اړوي.

د جولای پر ۱۰مه په بونېر کې کندې ته د یو ګاډي پرېوتو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي ووژل او اووه ژوبل شول. چارواکي وايي، پېښه د تېز رفتارۍ له وجې شوې وه.

تر دې درې ورځې مخکې، د جولای پر اوومه د سوات په بحرین کې یو سوزوکي ګاډی د تېز رفتارۍ له وجې واوښت چې پکې د مدرسې ۱۱ زده کوونکي ژوبل شول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG