د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې وسلوال برید کې ۲ سرتېري وژل شوي ۷ ژوبل دي


په کورمه کې پولیس او امنیتي سرتېري د لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.
په کورمه کې پولیس او امنیتي سرتېري د لټون عملیاتو پر مهال - پخوانی انځور.

چارواکي وايي د خيبر پښتنوخوا په کورمه کې وسلوالو پر یوې امنيتي پوستې بريد کې دوه عسکر وژلي او اووه نور یې ژوبل کړي دي.

د بره کورمې د پوليسو يوه چارواکي د جون پر ۱۲مه د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې دا برید د نامعلومو وسلوالو لخوا نن سهار وختي په حسين مېله سيمه کې پر امنيتي پوسته ترسره شو.

دغه چارواکی وايي وسلوالو لومړی پر پوستې راکټې وداغلې او بيا يې ورباندې حمله وکړه. د نوموړي په وینا پر کومې پوستې چې برید شوی هغه د غره د پاسه موقعیت لري نو ځکه مړي او ژوبل سرتېري د هیلي کاپټر په مرسته روغتون ته لېږدول شوي دي.

د میرلي مشران وايي دوه نور ماشومان په تازه ډرون برید کې ژوبل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:03 0:00

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید ذمه واري قبوله کړې نه ده. په سیمه کې د مشال راډيو خبريال وايي دا د بره کورمې په حسېن مېله سيمه کې پر امنيتي سرتيرو لومړی بريد دی.

تر دې وړاندې د جون په درېیمه په باجوړ کې وسلوالو پر یوې تاڼې برید کړی وو چې پکې څلور کسان ژوبل شوي ول چې یو یې د پولیسو مشر او درې نور سرتېري ول.

په کورمې سربیره، په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان، بنو، لکي مروت، جانيخېلو، باجوړ او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي. په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د اپرېل پر لومړۍ نېټه په خپل میاشتني رپورټ کې وویل چې د روان کال په مارچ کې په هېواد کې وسلوال بریدونه په کمساري ډول زیات شول. هغه مرکز وايي، د ۲۰۱۴ز کال له نومبر راهیسې په لومړي ځل د سږني کال په مارچ کې د بریدونو شمېر تر ۱۰۰ لوړ وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG