د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ګاډو پر قافلې برید او نښتو کې د وژل شوو شمېر ۹ ته رسېدلی دی


په کورمه کې د لاريو پر قافله په وار وار بريدونه شوي دي. پخوانی انځور
په کورمه کې د لاريو پر قافله په وار وار بريدونه شوي دي. پخوانی انځور

چارواکي وايي چې په کورمه کې يې د فبرورۍ ۱۷مه له ټله پاړه چنار ته مال لېږدوونکو ګاډو پر قافله برید، د امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو او وروسته له وسلوالو سره په نښتو کې د مړو شمېر ۹ ته رسېدلی دی.

د پوليس يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط د برورۍ پر ۱۸مه مشال رېډیو ته وويل چې دوی څلور نور مړي موندلي دي چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر ۹ ته ورسېد.

نوموړي زیاته کړه چې تر برید وروسته له وسلوالو سره په نښتو کې پينځه عسکر وژل شوي دي او د دې ترڅنګ د پينځو پوليس سرتېرو په ګډون شاوخوا ۲۰ تنه ټپيان شوي هم دي.

هغه زیاته کړه چې په خوراکي توکو او دوایانو بار یوشمېر لاریانې سوځول شوې دي او ځینې سره له ډرایورانو ورکې دي.

د کورمې اوسېدونکي: د سولې موافقه دې ژر عملي شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:16 0:00

دا تر هغې وروسته ده چې د امنیتي ځواکونو په بدرګه کې کورمې ته د مال وړونکو لاریو پر فاقله د فبرورۍ پر ۱۷مه د کوزې کورمې په مندوریو او اوچت سیمه کې بیا برید وشو.

تر اوسه پورې هېچا د برید ذمه واري نه ده منلې.

تر حملې وروسته د فبرورۍ پر ۱۷ مازیګر د دې پېښې ضد په پاړه چینار کې ځايي خلکو احتجاج وکړی.

احتجاجیانو پر حکومت او ځايي شیعه او سني مشرانو غږ کړی چې په سیمه کې دې د امن پر ځای کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د دې پېښې په اړه په رسمي توګه لا غبرګون نه دی ښوولی، خو تر دې وړاندې يې د جنورۍ پر ۱۶مه د شوي ورته برید په اړه ویلي ول چې د برید ترسره کوونکي به په هر صورت د قانون منګولو ته سپاري.

په کورمه کې د ناامنۍ له وجې سوداګریز ګاډي نشي کولای چې له ټل څخه پاراچنار ته انفرادي سفر وکړي.

د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو پرېکړه کړې چې دا ګاډي باید د قافلو په شکل کې لاړ شي، ترڅو د امنیتي ځواکونو لخوا بدرګه شي.

دا قافلې زیاتره وخت خوراکي توکي، درمل، او نور ضروري سامانونه لېږدوي، ځکه چې پاراچنار ته تلونکي لارې محدودې دي، او ناامني یې د سوداګرۍ لپاره لا سختې کړې ده.

په کورمه کې تر دې وړاندې هم پر مال وړونکو ګاډو حملې شوې دي چې پکې مرګژوبلې هم اوښتې دي. په دې ضلع کې له څو میاشتو راهيسې ناامني ده.

د تېر کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

په کورمه کې په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په وروستیو کې د سنیانو او شیعه ګانو مشرانو د سرکاري جرګې په کوربه توب په سيمه کې پر امنیت خبرې کړې وې. د جنورۍ په پیل کې سرکاري جرګې د شیعه او سني مشرانو ترمینځ د سولې موافقه کړې وه خو پر دې سربېره ترېنګتیا دوام لري.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG