د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې چارواکو له سنیانو او شیعه ګانو د وسلو ټولول پیل کړي دي


د اپرېل پر ۲۶مه په سده کې خلکو خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې.
د اپرېل پر ۲۶مه په سده کې خلکو خپلې وسلې چارواکو ته وسپارلې.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د سولې تر تړون څه باندې څلور میاشتې وروسته له خلکو د وسلو ټولولو بهیر پیل شوی دی.

د ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) اشفاق خان د اپرېل پر ۲۶مه رسنیو ته ویلي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د شوې موافقې له مخې یې لومړی په سیمه کې د جګړې په موخه جوړې شوې مورچې ړنګې کړې او اوس له ولسه "درنې او ناقانونه وسلې" ټولوي.

دی وايي، د بهیر پیل له سدې وشو چې پکې خلکو په خپله خوښه چارواکو ته وسلې وسپارلې.

د ۲۰۲۴ز کال نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور تنه ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.

تر دې وروسته دواړو خواوو د ۲۰۲۵ز کال په جنورۍ کې د حکومت په مینځګړتوب په جرګه کې د سولې تړون وکړ او پکې یې د امنیت په موخه د وسلوالو ډلو پرضد د بې توپیره کاروایۍ، مورچو ړنګولو، د ضلعې د ټولو سړکونو او لارو خلاصولو، د ځمکو لانجو هوارولو او له ولسه د وسلو ټولولو پرېکړې وکړې. په موافقه کې دا هم راغلي ول چې حکومت به په نومبر کې د فرقه ییز تاوتریخوالي پر مهال په بګن کې د خلکو دوکانونو او کورونو سوځولو تاوان ورکوي.

په تړون کې راغلي ول چې شیعه ګان او سنیان به په ۱۵ ورځو کې د وسلو جوړولو لپاره ګډه کړنلاره تیاروي، او بیا به د یوې میاشتې په موده کې ټولې ولسې ټولېږي خو دا عمل د دواړو خواوو ترمینځ د اختلافاتو او وروسته پر مال لېږدوونکو قافلو د نورو حملو له وجې ځنډېدلی وو.

د کورمې اوسېدونکي او امنیتي او انتظامي چارواکي د وسلولو ټولو بهیر پیلولو په مراسمو کې ولاړ دي - د اپرېل ۲۶مې انځور.
د کورمې اوسېدونکي او امنیتي او انتظامي چارواکي د وسلولو ټولو بهیر پیلولو په مراسمو کې ولاړ دي - د اپرېل ۲۶مې انځور.

د حکومتي جرګې یو غړي حاجي عزت ګل د اپرېل پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل، ټولې شوې وسلې په سرکاري ودانیو کې جمع کېږي او دروازو ته به یې تالا (قفل) اچول کېږي چې یوه، یوه چابي (کلید) به یې له فریقینو سره وي خو هغوی به د یو بل پر ضد د وسلو کارولو اجازه نه لري او یوازې به یې د کړکېچ پر مهال د خپلې "دفاع" لپاره په "ذمه وارۍ" استعمالولای شي.

په کورمه کې په تېرو کلونو کې چې د سنیانو او شیعه ګانو ترمینځ نښتې شوې دي نو د یو بل پر ضد یې بېلابېلې وړې او لویې وسلې کارولې دي چې پکې ګڼو خلکو ته مرګژوبله او ودانیو ته لوی زیانونه اوښتي دي.

د شیعه ګانو د انجمن حسینیه مشر حاجي ضامن حسین مشال راډیو ته وویل چې د وسلو له ټولو سره امنیت بحالېدای شي خو دایمي امنیت لپاره په سیمه کې د ځمکو ټولې لانجې هوارول ضروري دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل. خو چارواکو وویل چې د وسلوالو د ختمولو لپاره عملیات اړین دي.

تر دې مخکې د جنورۍ پر ۱۹مه د کوزې کورمې په بګن کې د مشکوکو وسلوالو پرضد عملیات پیل شول. د هغو عملیاتو له کبله د سیمې لسګونه کورنیو نورو ځایونو ته کډې وکړې.

په کورمه کې تېر کال پر مال او مساپر لېږدوونکو ګاډو تر وسلوالو حملو او بیا په سیمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د تاوتریخوالي د پېښو له وجې امنیتي وضعیت خراب دی.

داراز، په سیمه کې لارې تړلې پرتې دي او مساپر او مال لېږدوونکي ګاډي یوازې سفر نه شي کولای نو د حکومتي پرېکړې له مخې د امنیتي سرتېرو په بدرګه کې په قافلو کې تګ راتګ کوي.

د کورمې پولیسو او انتظامي چارواکو د مارچ په پای کې مشال راډیو ته ویلي ول چې حکومت د امنیت په موخه پر سړکونو "څارګرې کیمرې" لګوي او د سرتېرو یو "ځانګړی ځواک" هم جوړوي.

چارواکو داراز ټینګار کړی وو چې د سولې موافقې له مخې د بګن زیانګالو ته تاوان ورکولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې پیسې هم منظورې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت په فبرورۍ کې پر مال لېږدوونکې قافلې تر برید وروسته د کوزې کورمې په بګن، ډډ کمر، اوچت، مندوریو او څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پرېکړه وکړه چې ځايي وګړو یې سخت مخالفت وکړ او پرضد یې احتجاجونه هم وکړل.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG