د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې نږدې ۵۰۰ افغانان تېره اوونۍ نیول شوي


ایران کې د نیول شویو افغان کډوالو یو پخوانی انځور
ایران کې د نیول شویو افغان کډوالو یو پخوانی انځور

د ايران د سیستان او بلوچستان د مرکز زاهدان ښار د پولیسو قوماندان، ويلي په تېره يوه اونۍ کې دوی نږدې " ٥٠٠" بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. شاه پور فلاحي د پنجشنبې په ورځ ايراني رسنيو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس ته ويلي چې دا نيونې د "ټولنیز امنیت د سطحې  لوړولو"  طرحې د پلي کولو په ترڅ کې شوې دي.

په ايران کې افغان کډوال وايي چې محدوديتونه او د افغانانو نيونې ورځ تر بلې ډېرېږي چې له امله يې دې هېواد کې ژوند کول ډېر سخت شوي دي.

د ايران په سيستان کې افغان کډوال عبدالحى نايبي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

«يوه موده کېږي چې په ټول ايران کې په تېره د سيستان بلوچستان په حوزه کې پرله پسې نيونې روانې دي هغه کسان چې پاسپورت هم لري نيول کېږي. هغه ځايونه چې دوى غواړي کار وکړي او روزي پيدا کړي هغه ځايونه يې تړلي. اصلاً ژوند د کډوالو لپاره ډېر سخت شوی. شل ورځې کېږي چې ماليات يې لږولي دا مشکلات يې ځکه رامنځته کړي چې افغانان بايد او حتما ووځي نو»
یو افغان کډوال

مخکې د ایران په کرمان ولایت کې هم افغان کډوالو ته ویل شوي وو چې باید له خپلو عایداتو مالیه ورکړي، چې په غبرګون یې یو شمیر کډوالو اعتراض هم کړی و.

د ايران په سيستان کې افغان کډوال غلام سخي حيدري چې ملګرى يې په دې وروستيو کې د ايراني پوليسو لخوا نيول شوى ازادي راډيو ته يې وويل:

«يوازې سيستان نه دى د ايران په ټولو سيمو کې دا مسله شته. د ورځې په زرګونو کسان ايستل کېږي دا ټول مو هيوادوال دي د چا نوم اول واخلو ټول مو افغانان دي. ټول د مشکلاتو له امله دلته راغلي خو له بده مرغه همغه د پور پيسې يې لا نه وي پوره کړي چې بېرته يې له پولو تېروي.»

په ایران کې میشتو افغان کډوالو مخکې هم ازادي راډیو ته ویلي و چې د دوی په کار هم بندیز لګول شوی او بانکي اکونټونه یې تړل شوي دي.

افغانان سرحد کې
افغانان سرحد کې

په دې ورستیو کې له ایرانه افغان کډوالو سره د ناسم چلند او محدودیتونو ګڼ راپورونو خپرېږي او دغه هیواد افغانستان ته د کډوالو د اېستلو لړۍ هم چټکه کړې ده.

تازه د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ویلي، چې د ۲۰۲۴م کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې څه باندې یو ملیون او ۲۰۰زره بې اسناده افغانان یې ثبت کړي، چې له ایرانه افغانستان ته استول شوي دي.

دغه سازمان پرون پنج شنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دغو کسانو کې څه باندې ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته استول شوي دي.

XS
SM
MD
LG