د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۱

اروپايي ټولنه پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو لپاره غونډه نیسي


د اروپايي ټولنې بیرغ
د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنه پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو په اړه باندې د بحث لپاره د همدې جنوري په پای کې غونډه نیسي. ریاض یکشنبه د اروپا او منځني ختیځ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازیو د یوه کنفرانس کوربه وو چېرته چې ګډونوالو د سوریې په راتلونکي باندې بحثونه سره وکړل.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وايي د بندیزونو د لرې کولو هر ډول پرېکړه به د سوریې د نوې ادارې د حکومتولۍ په بڼه باندې مشروطه وي چې باید پکې بیلابیلې ډلې او ښځې حضور ولري او باید له تُندلارۍ ډډه وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس په ریاض کې
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس په ریاض کې

هغې په ریاض کې له رویټرز سره په خبرو کې وویل:

"« موږ طبعاً له هغو بندیزونو پیل کوو چې د هېواد د ابادۍ مخه یې ډب کړې. بانکي خدمتونو ته لاس رسی او همدا ډول مسایل. خو البته دا ټول باید له شرایطو سره پیل شي. که موږ پرمختګونه په سم لوري روان وګورو، موږ چمتو یو چې راتلونکي ګامونه پورته کړو. مګر موږ باید د بیرته راګرځېدو دریځ هم ولرو. که وګورو چې په سم لوري ته نه ځي، نو موږ کولی شو بېرته له دې لاس واخلو.»

په ریاض کې د یکشنبې ورځې کنفرانس چې د سوریې په راتلونکې پکې بحث وشو د اسد د رژيم له پرځېدو وروسته د سوریې په اړه لومړنۍ نړیواله ناسته وه.

د ریاض تر ناستې وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرهان آل – سعود وویل چې د سوریې نوې ادارې یو لړ مثبت ګامونه پورته کړي چې د ریاض د کنفرانس ګډونوالو یې ستاینه کړې ده.
هغه د بېلګې په توګه وویل چې د سوریې نوې اداره د اساسي قانون د ساتنې لپاره ژمنتیا ښوولې، له نورو ټولو خواو سره یې خبرې کړي او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې لپاره یې هوډ څرګند کړی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر

د ریاض ناسته د هغو هڅو په دوام کې ترسره شوه چې په دمشق باندې حاکم چارواکي هڅه کوي د لویدیځ بندیزونه ترې لرې شي او نړیوالې مرستې په ازاده دوی ته ورسیږي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس دا اعلان هم وکړ چې د اروپا د بهرنیو چارو وزیران به د جنوري په پای کې له سوریې د بندیزونو د لرې کولو پر سر د بحث لپاره غونډ شي.

امریکا متحده ایالتونو، بریټانیا او اروپايي ټولنې وروسته تر هغه په سوریې باندې بندیزونه ولګول چې د بشار اسد رژيم په ۲۰۱۱ کال کې د ډموکراسۍ پلوه مظاهره چیان وځپل او دا کار د کورنۍ جګړې پیلامه وګرځېده.

د اسد رژيم بلآخره د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۸مه د هییت تحریر الشام ډلې په لاس چې مشري یې احمد شرع کوي وپرځېد او په دې ترتیب د اسد د کورنۍ د څه باندې نیمې پېړۍ واکمني پای ته ورسېده.

د سوریي موقت مشر
د سوریي موقت مشر

امریکا متحده ایالتونو پر احمد شرع باندې لګېدلې پخوانۍ لس میلیونه ډالري بونټۍ/جایزه په ډسمبر میاشت کې لغوه کړه او ویې ویل چې احمد شرع له دوی سره په خبرو کې ویلي چې د اسلامي دولت ډلې او نورې ترهګرې ډلې به د سوریې په خاوره کې د فعالیت اجازه ونه لري.

په سوریه کې دمګړۍ احمد شرع چې پخوا په ابومحمد جولاني مشهور وو د چارو واګې په لاس کې اخیستي دي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG