د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

پاکستان وايي واخان د "افغانستان برخه" ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري


 د واخان یو انځور
د واخان یو انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر واخان دهلېز د پاکستان د قبضې لګولو آوازې او راپورونه بې بنسټه وبلل. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په رسمیت یې پیژني.

دغه پاکستاني چارواکي دغه شان پر طالبانو غږ وکړ، د هغو « ترهګرو» پر وړاندې اقدام وکړي چې په ټکو یې په افغانستان کې یې پناه اخېستې ده.

شفقت علي خان چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټاکل شوی زیاته کړه چې پاکستان له افغانستان سره د ښو او ټینګو اړیکو غوښتونکی دی او په ټکو یې په افغان خاوره کې د ترهګرو موجودیت هغه مسله ده چې د حل لپاره یې دواړه خواووې ګډ کار کوي.

د چارو یو شمېر افغان او پاکستاني شنونکي بیا وايي، که څه هم پاکستان د واخان د قبضه کولو هوډ لري خو د افغانانو سربیره به چین هم د خپلو اقتصادي ګټو د خوندیتوب لپاره هیڅکله اجازه ورنکړي چې پاکستان دغه هدف ته ورسیږي.

د واخان دهلیز په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې داسې مهال دي چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې په ټولنیزو او یو شمېر پاکستاني رسنیو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د واخان د قبضه کولو په اړه اوازې او راپورونه خپریږي.

دا راپورونه او اوازې د مرغومي په لومړیو کې د پکتیکا په ډنډه پټان ولسوالۍ د پاکستاني ځواکونو تر هوايي برید او د ډیورند کرښې په اوږدو د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر نښتو وروسته خپرې شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ځینو کورنیو رسنیو سره په خبرو کې پر واخان د پاکستاني ځواکونو د قبضه کولو خبره رد کړې وه او د دغه ستراتیژیکي سیمې پرساتلو یې ټینګار کړی و.
د روانې مرغومي میاشتې په ۱۱ مه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني هم د چین له سفیر ژاو شینګ سره د واخان دهلېز د ستراتيژيک اهمیت په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان د سنا مجلس پخوانی غړی او سیاستوال افراسیاب خټک د واخان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وروستي دریځ په اړه شکمن دی او ادعا کوي چې د پاکستان پوځ د افغانستان په اړه د ترتیب شوي ستراتیژیک عمق پربنسټ د واخان د قبضه کولو هوډ لري خو فکر نه کوي چې پاکستان دغه هدف ته ورسیږي:

«دا یوه استخباراتي لوبه ده، که تاسو وګورئ ډیری هغه ټولنیزې رسنۍ چې دې مسلې باندې یې تمرکز کاوه هغه د پاکستاني استخباراتي کړیو اړوند دي چې بیا خبریالانو هم دغه مسله راخیستې وه، اوس چې د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ نیولی ښکاره خبره ده، دوی دا نه شي ویلاي چې دوی به د افغانستان د خاورې یوه برخه نیسي، زه فکرکوم پاکستان کې دا خواهش موجود دی که ټول نه وي خو چې د واخان یوه برخه قبضه کړي څو مرکزي اسیا ته نیغ په نیغه لار پیدا کړي خو افغانان به هیڅکله اجازه ورنکړي او چنایانو ته هم دا خبره د منلو نه ده.»

پخوانی ډیپلومات او د سیاسي چارو شنونکي غوث جانباز هم د ورته نظر په شریکولو سره ازادي راډیو ته وویل:

« واخان د افغانستان تاریخي او مشروع خاوره ده که چیرته بیا هم پاکستان په دې برخه کې تحرکات کوي نو د افغانانو سربیره به د چین او هند له کلک غبرګون سره مخ شي چې بیا به یې پایلې د پاکستان لپاره نه جبرانېدونکې وي او بله مهمه خبره دا چې پاکستان په اوس کې د دغه اقدام لپاره له هیڅ اړخه توان نه لري نو ځکه دا یوه تبیلغاتي او استخباراتي ټرینډ دی چې پرمخ یې وړي.»
پخوانی افغان ډپلوماټ - غوث جانباز

واخان دهلیز د افغانستان د شمال ختیځ ولایت بدخشان یوه تنګه، نرۍ غرنۍ سیمه ده چې له شمال څخه تاجکستان، له جنوب څخه پاکستان او له ختیځ څخه چین سره نښلول شوی دی.

د واخان نقشه
د واخان نقشه

افغانستان د واخان دهلیز له لارې له چین سره شاوخوا اتیا کیلومتره ګډه پوله لري.

دغه دهلیز د افغانستان او د چین د شینجیانګ یا کاشغر سیمې تر منځ یوازېنۍ نښلېدونکې لار ده.

XS
SM
MD
LG