په غزه کې د اوربند پر موافقه د سلا کېدو او د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو له اعلان یوه ورځ وروسته، یوه لوړپوړي امریکایي ډیپلومات ویلي، ډاډه دی چې د موافقې په وروستۍ شېبه کې له راغلې ستونزې سره- سره به په غزه کې د اوربند عملي کېدل د یکشنبې په ورځ له تمې سره سم پیل شي.
انتوني بلېنکن د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه پرون په خپل وروستي خبري کنفرانس کې، وویل چې هغه د پنجشنبې پر سهار د دې مسئلې د حل لپاره د امریکا له مذاکره کوونکي بریټ مک ګورک او قطري چارواکو سره خبرې کړې دي.
تر دې مخکې، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو، متحده ایالات هیله لري چې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په تړون کې پاتې ستونزې حل شي.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
کربي ټینګار وکړ چې د امریکا ټیم په دوحه کې د اسراییل له چارواکو او مذاکره کونکو سره د مسایلو د حل لپاره کار کوي.
د اسراییل رسنیو پرون راپور ورکړ چې د اسراییل کابینه به د جمعې په ورځ د اوربند د موافقې د تصویب یا نه تصویب په باب غونډه وکړي.
د اسراییل او حماس د سخت دریځې ډلې ترمنځ منځګړو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دواړه خواوې د اوربند او د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه پر موافقه سلا شوي دي.
قطر، چې یو له منځګړو دی، د موافقې له اعلان څخه څو ساعته وروسته وویل چې اوربند به د یکشنبې په ورځ، پیل شي.
په غزه کې د روانې جګړې تر ۱۵ میاشتو زیات وخت تېر شوی دی.
په غزې تړانګه کې دا جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر میاشتې پر ۷مه پر اسراییل په ناڅاپي برید سره لږ تر لږه ۱۲۰۰ کسان ووژل او له ۲۵۰ څخه زیات یې یرغمل کړل.
له دې ډلې ویل کېږي شا و خوا ۱۰۰ یې لا هم یرغمل دي، چې اوس یې د خلاصون هڅې روانې دي، خو ځینې یې ممکن د یرغمل پر مهال مړه شوي وي.
د غزې په جګړه کې لږ تر لږه ۴۶۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
جګړې د غزې د ۲.۳ ملیون وګړو ۹۰ سلنه یې بېځایه کړي او د سیمې زېربناوو ته یې پراخ زیان اړولی دی.
په غزه کې د اوربند د تړون له اعلان وروسته، اروپايي ټولنې وویل چې غزې ته یې د ۱۲۰ ملیون یورو په ارزښت تازه مرستې ځانګړې کړې دي.
د دې مرستې موخه د خوړو، روغتیا ساتنې، سرپناه او د پاکو اوبو برابرول دي.