ولسمشر اصف علي زرداري دا څرګندونې د مارچ پر ۱۰مه نېټه ناوخته د پارلمان شریکې غونډې ته په وینا کې کړې دي.
د فرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي چې دوی په خپله خاوره کې مورچې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.
په جرګه کې شریک قومي مشر او د لنډي کوتل تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري مشال راډیو ته د جرګې په اړه وویل چې د دواړو خواو مشران هڅه کوي چې حالات معمول ته ستانه کړي.
ټاکل شوې وه چې وزیر په وروستۍ قضیه کې تر ضمانت وروسته د سیند د سکر له زندانه خوشې شي ځکه چې د مارچ پر شپږمه په هغه ضلع کې د ترهګرۍ ضد عدالت په بانک کې د علي وزیر د ضمانت پیسو تر دایرولو وروسته د هغه د خوشې کولو امر کړی وو.
شفقت علي خان دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر پینځمه هم په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تازه نښته وشوه چې پکې دوه افغان خبریالان او د پاکستان یو ولسي وګړی ژوبل شول.
د علي وزیر ملګري او د پي ټي اېم یو مخکښ بادشاه پشتین د مارچ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل چې د مارچ پر شپږمه د ضمانت پیسې په بانک کې جمع کوي او هیله لري چې پر وزیر بله کومه مقدمه جوړه نه شي.
نور وښیئ