د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري وايي، قام او پوځ د ترهګرۍ ضد هوډ لري


ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۱۰مه د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)
ولسمشر اصف علي زرداري د مارچ پر ۱۰مه د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړه. (انځور: ارشیف)

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وايي د ترهګرۍ پرضد به یې جګړه روانه وي او د دې لپاره په ملک کې د یووالي اړتیا ده.

ولسمشر اصف علي زرداري دا څرګندونې د مارچ پر ۱۰مه نېټه ناوخته د پارلمان شریکې غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي د پارلماني کال په پیل کې د قومي اسمبلۍ او سېنټ دا شریکه غونډه د پاکستان د اساسي قانون له مخې رابللې وه.

نوموړي هغه خبره بیا تکرار کړې چې "ټول قام او امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ له منځه وړولو کلک هوډ لري"


ولسمشر زرداري وویل، "زموږ ځواکونو د ترهګرۍ ضد جنګ کې ځانونه قربان کړي دي. موږ ترهګرو ته د بيا سر راپورته کولو اجازه نشو ورکولای."

ولسمشر زرداري پر دې سربېره خپله وینا وکړه چې د اپوزېشن ګوند پاکستان تحریک انصاف غړو یې پرضد سخت شعارونه ورکول.

د یاد ګوند پر فیسبوک پاڼه د هغه احتجاج ویډیو هم خپره شوې چې د ولسمشر د وینا پرمهال یې کړی وو.

له دې ویډیو سره په لیکل شوي متن کې د ولسمشر زرداري په ګډون د مسلم لیګ نون ډلې پر حکومت سختې نیوکې شوې دي او هغه یې په درغلیو راغلی حکومت بللی دی.

دا هغه تورونه دي چې حکومت او د انتخاباتو کمېشن تل رد کړي او د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوې ټاکنې یې شفافي بللې وې.

په عین وخت کې د تحريک انصاف پاکستان يو مخکښ اسد قیصر د وزيراعظم شهباز شريف پر حکومت تور پورې کړی چې ټول واک اختيار یې امنيتي ادارو ته ورکړی دی.

قیصر د مارچ پر لسمه په پارليمان کې په خپل تقریر کې وويل چې په پاکستان کې د مارشل لا غوندي صورتحال دی.

هغه ادعا وکړه چې حکومت مخالفه اوازونه غلي کېږي، د تحريک انصاف غړي مظاهرو کولو ته نه دي پرېښودل شوي او سیاستول ګرفتاريږي.

خو د پاکستان د قانون وزير اعظم تارړ په سېنېټ کې د وينا په وخت وويل چې هر څوک د ايين په چوکاټ کې کولی شي خپله خبره وکړي او جمهوري اقدار پر ځای دي.

ولسمشر زرداري د پارلمان شریکې غونډې ته په وینا کې په داسې وخت کې د ترهګرۍ پرضد د هوډ یادونه کړې چې په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې ډېرې زیاتې شوې دي.

په یادو صوبو کې سیاسي ګوندونو او عام ولس په بیا بیا د ناامنیو پرضد احتجاجونه کړي، حکومت او امنیتي ادارې یې په دې تورنې کړې دي چې د وسله والو پر فعالیتونو یې سترګې پټې کړې دي.

په دې لړ کې د عوامي نیشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د مارچ پر اوومه ولسمشر زرداري ته په یوه پرانیستي لیک کې ویلي وو چې په ملک کې د زیاتې شوې ناامنۍ په اړه اقدامات وکړي.

خو د مسلم لیګ نون وفاقي حکومت او پوځ وايي چې د سوله والو پرضد بې توپیره هدفي عملیات روان دي او دوی د امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG