د پاکستان سېنېټ ته د مېرمنو د حقونو په اړه وړاندې شوی قرارداد په یوه خوله منظور کړل شو.
دا قرارداد د مارچ پر اتمه د پاکستان پیپلز ګوند سره د تړاو لرونکې سېنېټرې شیري رحمان لخوا وړاندې شوی وو. د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وړاندې کړل شوي دې قرارداد کې راغلي، حکومت دې د مېرمنو لپاره د کاروبار مواقعې ډېرې کړي، هغوی ته دې اجازه ورکړي چې د خپل صحت په اړه خپله پرېکړې وکړي او د کمعمرۍ په ودونو دې بندیز ولګوي.
د دې ترڅنګ په قرارداد کې دا هم راغلې دي چې مېرمنو ته دې پروخت د قانوني حقونو مرستې او انصاف رسول باوري کړل شي، په کار ځای کې د ځورونې او د صنف په بنیاد د تاوتریخوالي مخنیوی دې وشي.
په سېنېټ کې وړاندې کړل شوي دې قرارداد کې دا غوښتنه هم شوې ده چې حکومت دې د ناموسي وژنو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي او ښځو ته دې د ژوند په ټولو برخو کې د سړو برابر حقونه ورکړل شي.
د نړۍ د نورو برخو په شان په پاکستان کې هم د مارچ اتمه د مېرمنو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. په پاکستان کې مېرمنې وخت په وخت د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره لاریونونه او مظاهرې کوي.
په خیبر پښتونخوا کې "وایس اف خیبر پښتونخوا" په نوم یوه خپلواکه اداره وايي، دا مهال نږدې درې مېلیونه نجونې چې عمرونه یې سکول ته د تلو دي، د بیلابیلو وجوهاتو له کبله له تعلیمي ادارو بهر دي.