د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پر طالبانو تور پورې کړی چې تورخم کې یې پر "پاکستانۍ خاوره" تاسیسات جوړول


پولیس په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته داخلېدونکی موټر تالاشي کوي - پخوانی انځور.
پولیس په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت ته داخلېدونکی موټر تالاشي کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو حکومتي چارواکو ډېورنډ کرښې ته نېږدې "پر پاکستانۍ خاوره په دوو ځایونو کې ناقانونه او یو اړخیز تاسیسات جوړول پیل کړي" ول چې اسلام اباد یې "غندي."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر شپږمه په اسلام اباد کې اونیزې خبري غونډې ته په وینا کې د تورخم ور تړل کېدو او هلته د پاکستان او طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو په اړه د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې دعوه وکړه چې د تاسیساتو جوړولو پر "پاروونکي عمل سربېره پاکستان له زغمه کار اخیستی" او هلته یې د سرحدي چارواکو ترمینځ د غونډو غوښتنه کړه وه چې "دا مسله په سوله ییز ډول حل" شي.

خان وویل، په تورخم کې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ غونډې وشوې خو نتیجه یې نه ده ورکړې او ستونزه لا هم نه ده هواره شوې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند تور پورې کړ چې په تېرو ورځو کې د طالبانو حکومتي سرتېرو "بې له پارونې په تورخم کې پر ټرمینل او پوستو ډزې" وکړې.

ده وویل، د دروازې له تړل کېدو سره سوداګري درېدلې ده او د افغانستان اقتصادي وضع، چې وار له مخه ښه نه ده، له دې ډول اقداماتو سره به "نوره هم خرابه شي."

شفقت علي خان د طالبانو له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبرو له لارې دې د مسلې د سوله ییز هواري هڅه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د مارچ پر پینځمه هم په تورخم کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ تازه نښته وشوه چې پکې دوه افغان خبریالان او د پاکستان یو ولسي وګړی ژوبل شول.

د طالبانو حکومت لا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د دعوو او تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې په تورخم کې یې پر خپله خاوره تاسیسات جوړول.

د تورخم لاره په بیا بیا ولې تړل کېږي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:47 0:00

په تېرو څو ورځو کې په تورخم کې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې شوې دي چې پکې چارواکو د درې پاکستانیو سرتېرو د ژوبلېدو او د یو طالب سرتېري د وژنې او دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

داراز، په تورخم کې د حالاتو د سمېدو او د لارې د خلاصېدو په موخه دوه وارې د دواړو خواوو د چارواکو ترمینځ خبرې هم شوې دي چې نتیجه یې نه ده ورکړې.

د یادونې ده چې د فبرورۍ پر ۲۱مه پاکستانیو امنیتي چارواکو تر هغې وروسته تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبانو ويلي‌ چې دوی په خپله خاوره کې مورچې جوړولې او پاکستان بې جوازه دروازه تړلې ده.

په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.

هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.

XS
SM
MD
LG