په سپېن (اسپانيا) کې پولیسو په ترهګرۍ ضد عملياتو کې د مارچ پر اتمه، ۱۱ نور پاکستانيان نيولي دي.
د سپېن ملي پولیسو پر اېکس خپاره کړي بیان کې ويلي چې په بارسلونا کې نيول شويو هغو کسانو د موبايل اپليکیشنونو له لارې خپلو شبکو ته شفري میسيجونه لېږل. د پولیسو په وينا په دې سره په هغو ګډو عملياتو کې د نيول شويو پاکستانيانو شمېر ۳۰ ته رسېدلی چې د يوې سختدريځې پاکستانۍ ډلې سره تعلق لري.
پولیسو د هغې ډلې نوم نه دی اخیستی خو زیاته کړې یې ده چې دا د ترهګرۍ د هڅو د ناکامولو لپاره د ترسره شويو عملياتو درېيمه مرحله وه. پولیسو د خپلو عملياتو ويډيو هم خپره کړې ده. په ويډيو کې ښکاري چې پولیس له بېلابېلو کورونو څخه ځيني کسان نيسي او ګاډو ته یې خېژوي.
دا عمليات د سپېن ملي پولیسو، د کاتالېنا سیمه ییزو پولیسو او د ايټلي پولیسو په شريکه ترسره کړي دي.
بلخوا د پاکستان ایکسپریس ټريبیون ورځپاڼې ليکلي چې نیول شوي کسان د تاوتریخوالي په هڅولو او د سختدريځو نظریاتو په خپرولو کې ښکېل وو. د راپور ترمخه، د هغې ډلې ځینو غړو په ټوله اروپا کې د بریدونو لپاره د ممکنه اهدافو پیژندل هم پیل کړي وو.
په نيول شويو ۳۰ کسانو کې ۱۰ یې د مارچ پر شپږمه د سپېن د مرکزي تحقیقاتو عدالت ته وړاندې شوي وو. هلته، عدالت د څلورو کسانو په حراست کې د ساتلو امر وکړ. له پاتې کسانو څېړنې روانې دي.
تر اوسه پورې د پاکستان حکومت په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.