د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکو د سیند په ټټه کې د ګوزڼ ۱ پېښه تایید کړې


په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، په سیند کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د مارچ پر لومړۍ پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) د سیند په ټټه ضلع کې د یو ماشوم د وینې په نمونه کې د پولیو وایرس تایید کړی دی.

د ګوزڼ د مخنیوي اداره وايي چې له دې سره روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر شپږو ته رسېدلی دی چې ورڅخه یې څلور په سیند، یوه په خیبر پښتونخوا او یوه په پنجاب کې ثبت شوې ده.

تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شو.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG